بازتاب نیوز

ایران ته د جاسوسۍ په توره د یوه افغاني الاصله جرمني نیونه

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ طلوع نیوز

د جرمني پولیسو یو افغان توکمه المانی ایران ته د جاسوسي په تور نیولی دی.

د راپورونو پر بنسټ نیول شوی کس ۵۰ کاله عمر لري او په افغانستان کې یې د جرمني سرتېرو د عملیاتو په اړه معلوماتو ته لاسرسی درلود. ویل شوي چې یاد کس ورسره مالومات د ایران له استخباراتو سره شریک کړي  دي.

د نیول شوي کس نوم عبدالحمید ښودل شوی دی.

بل خوا ایران د جاسوسي عملیاتو په تور د اروپايي ټولنې تر بندېزونو لاندې راغلی دی.

خو ایران د اروپا په وړاندې د جاسوسۍ تورونه رد کړي دي.

جرمني په افغانستان کې ۱۳۰۰ سرتیري لري او روان ماموریت یې تر درې میاشتو پورې ختمېږي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/index.php/pa/world/%D8%A7%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D8%AA%D9%87-%D8%AF-%D8%AC%D8%A7%D8%B3%D9%88%D8%B3%DB%8D-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%D9%88%D8%B1%D9%87-%D8%AF-%DB%8C%D9%88%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D8%A7%D9%84%D8%A7%D8%B5%D9%84%D9%87-%D8%AC%D8%B1%D9%85%D9%86%D9%8A-%D9%86%DB%8C%D9%88%D9%86%D9%87

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading