بازتاب نیوز

کابل؛ په لومړنیو پایلوکې ناکام نوماندان بېرته ټاکنې غواړي

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کابل د ولسي جرګې ټاکنې چې شاوخوا له درې میاشتې ځنډ وروسته يې پایلې وړمه ورځ اعلان شوې، په اړه يې هغه نوماندان چې دې پایلوې کې يې نومونه نه ترسترګو کېږي د درغلۍ تورونه لګوي.

په لومړنیو پایلو کې پاتې شویو نوماندانو په ګډه اعلامیه کې له ټاکنو کمیسیون غوښتي، چې د کابل ټولې رايې دې باطلې اعلان کړي او ټاکنې بیا ترسره کړي.

هشت صبح، د دې نوماندانو د اعلاميې د تایید تر څنګ د همدې سرچینې په حواله زیاتوي چې ټاکنې باید بېرته شفافي او عادلانه ترسره شي او چا چې پکې فساد کړی قانوني چلند ورسره وشي.

سرچینه د محمد قاسم فردوسي په نوم د یو ناکام نوماند له خولې لیکي، چې لومړنیو پایلو کې بریالي شوي کسان د خلکو پر رایو نه؛ بلکې د کمیشنرانو په ګمارنه بریالي شوي دي.

په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند علي رضا روحاني وايي، چې شاوخوا یوه ورځ کې يې تر سلو ډېر شکایتونه ثبت کړي دي.

په همدې حال کې یوه بریالۍ نومانده روبینا جلالي وايي، د ټاکنو کمیسیون پرېکړه سل سلنه پر ځای بولي او په وینا يې دې پرې پوره اعتماد درلود.

د ولسي جرګې ټاکنې د څارونکو بنسټونو او سیاسي ګوندونو د تبصرو تر څنګ د اجراییه رییس عبدالله عبدالله له طنزي تبصرې هم بې برخې پاتې نه شوي.

عبدالله د وزیرانو شورا د تېرې دوشنبې ناسته کې وویل، که د افغانستان نفوس د چین په اندازه وای، نو د ولسي جرګې ټاکنو پایلو به «قیامت کې اعلانېدې.»

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/136978/%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84%D8%9B-%D9%BE%D9%87-%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%D9%86%DB%8C%D9%88-%D9%BE%D8%A7%DB%8C%D9%84%D9%88%DA%A9%DB%90-%D9%86%D8%A7%DA%A9%D8%A7%D9%85-%D9%86%D9%88%D9%85%D8%A7%D9%86%D8%AF/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading