بازتاب نیوز

ارګ وايي زلمي خلیلزاد ورسره د سفرونو معلومات شریک کړي

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له محمد اشرف غني او د هغه د سولې په نوم له جوړ کړي ټیم سره کتلي دي.

سرچینه زیاتوي دواړو لوریو د سولې اړوند بحث کړی او زلمي خلیلزاد ورته د سفر «معلومات ورکړي دي.»

دغه ناسته چې تېر ماښام په ارګ کې شوې، په اړه يې نن سهار زلمي خلیلزاد هم ټویټ کړی او لیکلي يې دي چې د حکومت له مشرانو سره يې پر سوله خبرې کړې دي.

د پاکستانۍ رسنۍ ډان په قول زلمی خلیلزاد به له کابل وروسته اسلام اباد ته وخوځېږي او هلته به پنځه ورځې پر خبرو اترو بوخت وي.

دا په داسې حال کې دی چې له پاکستاني چارواکو سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړې مرستیالې لیزا کورټ د لیدنې خبر هم ورکړل شوی دی.

اسلام اباد ته د ليزا کورټس د سفر په اړه ډېر معلومات نه دي ترلاسه شوي، خو ديپلوماتيکې سرچينې وايي، چې نوموړې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان سولې کې د طالبانو حاضرولو سربېره له افغانستانه د امريکايي پوځيانو په ويستلو هم خبرې کړي دي.

ځينې سرچينې وايي، چې امريکا د پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي په لاس پر طالبانو فشارونه زياتول غواړي، تر څو طالبان د امریکا غوښتنې ومني، خو طالبانو په خپلې وروستۍ اعلاميه کې پر امريکا تور لګولی، چې د سولې په خبرو کې رښتيني نه دي او ګواښ يې کړی، که امريکا د سولې له اصلي خبرو د وتلو هڅه وکړي، دوی به دا پروسه وځنډوي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/136988/%D8%A7%D8%B1%DA%AB-%D9%88%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%D8%B2%D9%84%D9%85%D9%8A-%D8%AE%D9%84%DB%8C%D9%84%D8%B2%D8%A7%D8%AF-%D9%88%D8%B1%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D8%AF-%D8%B3%D9%81%D8%B1%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%85%D8%B9/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading