بازتاب نیوز

افغانستان او پاکستان خپلو کې د زندانیانو پر تبادلې خبرې کړې

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

 

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ویلي، افغان او پاکستاني چارواکو هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو د بندیانو د تبادلې پر میکانیزم کار وکړي. شکرالله عاطف مشعل ویلي، دغه خبرې د هغو زندیانیانو په اړه شوي چې د بند موده یې پوره شوې او یایې د خوشي کولو ضمانتونه شوي وي، خو د ځینو ناملونو له امله تر دامهاله نه دي‌ خوشي شوي. د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې ویلي چې نوموړي دا خبرې په پېښور کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال کړې دي. مشعل ویلي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لس کسیز ټېم به په پاکستان کې له افغان زندانیانو څخه لیدنه وکړي. که څه هم تر اوسه معلومه نه ده چې دا مهال د دواړو هېوادونو په زندانونو کې څومره افغان او پاکستاني بندیان موجود دي، خو په ۱۳۹۴ کال کې اکسپرس ورځپاڼې ویلي و چې د افغانستان په زندانونو کې د ۲۰۰ په شاوخوا کې پاکستاني زندانیان حضور لري.

(0)The post افغانستان او پاکستان خپلو کې د زندانیانو پر تبادلې خبرې کړې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/افغانستان-او-پاکستان-خپلو-کې-د-زندانیا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading