اچین کي د درې قوماندانانو په ګډون ۹ داعش وسله وال وژل شوي
٢٦ مرغومی ١٣٩٧
ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ مامند درې خروې سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د درې قوماندانانو په ګډون ۹ داعش وژل شوي او د دوی دوه مرکزونه په بشپړ ډول لمنځه وړل شوي دي .
وژل شوي قوماندانان د مجاهد، اصف او هارون په نومونه دي،همدا راز په تخریب شوي دوو مرکزونو کې د ځآنمرګو بریدونو په موخه چمتو شوي واسکټونه،ماینونه،سپکې او درنې وسلې هم لمنځه تللي دي .
په ترسره شوو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .
(0)The post اچین کي د درې قوماندانانو په ګډون ۹ داعش وسله وال وژل شوي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.
اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/اچین-کي-د-درې-قوماندانانو-په-ګډون-۹-داعش/