بازتاب نیوز

پر هیرانی د جنسي ځوروني د تور په وړاندي د دیا میزا غبرګون

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د بالېووډ ښایستي اومشهوري اداکاري ډیا میزا پر راج کمار هیرانی باندي د جنسي ځوروني د هغو تورونو په وړاندي غبرګون ښودلي دي، چي د یوي ښځي لخوا  چي په سنجو فلم کي يې کار کړي او د نوموړي فلم ډایریکټر راج کمار وو، هغي ویلي دي چي د سنجو فلم په جریان کي د بالېووډ د تکړه فلمي ډایریکټر راج کمار لخوا جنسي ځورول سوي ده، همدارنګه دیا میزا هم د راج کمار له لوري په ډایریکټ سوو فلمونو لکه راحو مونا باي او سنجو کي کار کړی دي.

ډیا میرزا پینکویلا سره خبرو کي ویلې دي، “زه د دي خبرونو په اوریدو سخته خواشینې یم. راج کمار د ۱۵ کلنو څخه پېژنم او ورته ډیر درناوي لرم، زه هیله لرم، چې رسمي پلټنه ترسره شي. راجکمار یو له هغو مهمو انسانانو څخه دی، چي ما له هغو سره کار کړی او زما په اند دا به ناحقي وي ،چي په دي اړوند بحث وکړم، ځکه چي زه په دي اړه معلومات نه لرم. “

پر هیرانی یوي ښځي تور پوري کړي دي، چي په ۲۰۱۸م کال کي د سنجو فلم په دوران کي د راج کمار هیراني له لوري له یو ځل نه زیات ځورول سوي ده، یادي ښځي د فلم پروډیوسر وینود چوپړا ته په یو لېږل سوی ایمیل شکایت کړی دی، د فلم پروډیوسر د نوموړي د قضیې لپاره یو کمیټه ټاکلي ده چي نوموړي قضیه جدي وڅېړي،  راج کمار د سنجو فلم ډایریکټر وو، چي مرکزي رولونه یې رنبیر کپور او دیا میرزا پر غاړه درلوده او فلم د سنجي دت پر ژوند جوړ سوي و.

راج کمار په بالېووډ کي لومړني شخص نه دي چي دا ډول تور ورپوري کېږي، له دي مخکي د بالېووډ پر فلمي اداکار نانا پاټیکر باندي د یوي فلمي اداکاري له لوري د جنسي ځوروني تور پوري کړي و، ډایریکټر ساجد خان ، ویکاس باحل او د موسیقي کمپوزر انو مالیک هغه کسان دي چي د جنسي ځوروني توري ور پوري سوي دي.

(0)The post پر هیرانی د جنسي ځوروني د تور په وړاندي د دیا میزا غبرګون appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/پر-هیرانی-د-جنسي-ځوروني-د-تور-په-وړاندي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading