بازتاب نیوز

ناټو: افغانستان سره خپلې ژمنې پوره کوو

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ناټو چارواکو ويلي دي، افغانستان سره چې زموږ په ادرس کومې ژمنې شوي دي هغه به پر ځای او ثابتې وي او دوی يې پلي کولو ته ژمن دي.

داسې مهال چې امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو ګنګوسې خپرې کړې ناټو وايي دوی په نړۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مسوولیت لري نو له دې امله خپل ځواکونه له افغانستان نه وباسي.

مارشال سټوراټ ویلي، تر هغه به د ناټو ځواکونه په افغانستان کې وي چې دغه هېواد ته ثبات نه وي راغلی. هغه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزه ټينګار کړی دی او وايي چې له کابل سره د ناټو ژمنې پر خپل ځای او ثابتې دي.

ناټو داسې مهال د خپلو ځواکونو د حضور خبره کوي چې د سولې لپاره د طالبانو لومړنی شرط د امریکا په ګډون د بهرنیو ځواکونو وتل دي. دوی ټینګار کوي چې د سولې د مذاکراتو لپاره باید بهرني ځواکونه له افغانستان و ایستل شي.

(0)The post ناټو: افغانستان سره خپلې ژمنې پوره کوو appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ناټو-افغانستان-سره-خپلې-ژمنې-پوره-کوو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading