بازتاب نیوز

د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۹ ترهګرو وژل کیدل

٢٦ جدي ١٣٩٧ رادیو تلویزیون ملی افغانستان

د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتو کې۱۰ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۹۲ځانګړي کوماندویي دندې او ۸ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي.

 د افغانستان  هوایي ځواکونو ۱۰۶الوتنې دملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې۲۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او  ۱۲ تنه  نور ټپیان شوي دي .

دا عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د ننګرهار،لغمان، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزني، ارزګان، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل ،بلخ اود هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د ارزګان ولایت مرکز اړوند ترینکوټ کې ۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي دوسلو او تریاکو پلورلو ۴ دوکانونه، ۴ کانتینرونه، یو جنراتور ، ۱۷  موټرونه او موټر سایکلونه له منځه وړل شوي، د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د جرقله په سیمه کې د طالبانو یو تن سیمه يیز قوماندان ابوطلحه په ګډون ۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپيان، ۲  دهشکې او ۲  پیکا له منځه وړل شوي او د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د نانیو په سیمه کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي .

همدا راز د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر سایکل او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي، د هلمند ولایت د نهر سراج او نادعلي په ولسوالیو کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی، د بلخ ولایت د چهاربولک په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپيان او د ازبکانو، زیکزیک، ګور تپه، آق تپه او تیمورک سیمې د دښمن له شتون څخه پاکې شوي  او  د پکتیکا ولایت د دیله په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی. پاى- سعيده

لینک اصلی: https://rta.org.af/internal-news/26244/

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از رادیو تلویزیون ملی افغانستان

آخرین خبر ها:

Loading