بازتاب نیوز

هند: له افغان ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوو

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

 

هندوستان له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره د همکاریو ډاډ ورکړی دی. په کابل کې د هند سفیر وینی کمار د هېواد د ملي دفاع وزارت له سرپرست اسدالله خالد سره د لیدنې پر مهال ویلي چې هېواد به یې له افغان ملي امنیتي ځواکونو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو له افغان ځواکونو سره د هندوستان پر مرستو او همکاریو هم خبرې اترې کړې دي. هند هغه هېواد دی چې له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې ډېرې مرستې کړې دي. د یادونې ده چې د تېرې یک شنبې په ورځ د هند د بهرنیو چارو وزیرې د اسیایي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په خبرو کې وویل چې هېواد یې به یې افغانستان کې په پراختیایي برخه کې تر درې میلیارده ډالرو پورې پانګونه وکړي.

(0)The post هند: له افغان ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوو appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/هند-له-افغان-ځواکونو-سره-خپلو-همکاریو-ت/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading