بازتاب نیوز

بادغیس کې پوځي عملیات پیل شوي

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د بادغیس ولایت سیمه ييز چارواکي د دغه ولایت په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو پروړاندي د پوځي عملیاتو د پيلیدو خبرورکوي . د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي وايې دغه عملیات نن سهار د بادغیس هرات لويي لارې، آب کمري او مقرولسوالیو کې پیل شوي . نوموړی وايې عملیاتوکې دملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونه برخه لري. هغه وايې اوس مهال آبکمري ولسوالۍ چشمه شرین سیمه کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پروړاندي څه ناڅه مقاومت کړی خو دوی هڅه کوي چې طالبان شاتګ ته اړکړي. هغه وايې تراوسه د دغه عملیاتو پرمهال دواړو لوروته د اوښتي مرګژوبلې په اړه کره معلومات نلري . شهابي وايې د افغان ځواکونو سره د غوڅ ملاتړ هوايې ځواکونه هم مرسته کوي. طالبانو تراوسه په دي اړه رسنیوته څه نه دي ویلي.

(0)The post بادغیس کې پوځي عملیات پیل شوي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/بادغیس-کې-پوځي-عملیات-پیل-شوي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading