بازتاب نیوز

الشباب کینیا کې پر یوه هوټل خونړی برید کړی دی

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

 

د سومالیا یوې ترهگرې ډلې الشباب په گاونډي ملک کینیا کې پر یوه هوټل برید کړی چې پنځلس کسه یې وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. ویل کېږي چې دغه نښتې تر ۱۱ ساعته ډېر دوام کړی دی. د کینیا حکومت تر اوسه د مړو او ټپیانو د دقیقې شمېرې په اړه څه نه دي ویلي، خو داسې اټکل کېږي چې د مړو او ټپیان شمېر به تر یادو شوو شمېرو هم ډېر وي. په وژل شوو کسانو د کینیا ۱۱ وګړي، یو امریکایی او یو برېتانوی شامل دي. امریکا هم په دغه پېښه کې د خپل یوه وګړي وژل کېدل تایید کړي دي. لا هم په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي چې بریدګر څو کسه وو او څه ډول یې پر دغه هوټل خونړی برید کړی دی.

 

  (0)The post الشباب کینیا کې پر یوه هوټل خونړی برید کړی دی appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/الشباب-کینیا-کې-پر-یوه-هوټل-خونړی-برید-ک/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading