بازتاب نیوز

دفاع وزارت: ۲۹ وسله وال مو وژلي

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د افغان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۰ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۹۲ځانګړي کوماندویي دندې او ۸ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۰۶ پروازونه ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۲۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزني، ارزګان، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل بلخ او هلمند په ولایتونو کې تر سره سره شوي چې په پایله کې د ارزګان ولایت مرکز اړوند ترینکوټ کې ۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي دوسلو او تریاکو پلورلو ۴ دوکانونه، ۴ کانتینرونه، یو جنراتور او ۱۷ عرادې موټر او موټر سایکلونه له منځه وړل شوي، د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د جرقله په سیمه کې د طالبانو یو تن سیمه ایز قوماندان ابوطلحه په ګډون ۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپيان، ۲ میله دهشکې او ۲ میله پیکا له منځه وړل شوي او د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د نانیو په سیمه کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان او۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي .

همدا راز د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر سایکل او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي، د هلمند ولایت د نهر سراج او نادعلي په ولسوالیو کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی، د بلخ ولایت د چهاربولک په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپيان او د ازبکانو، زیکزیک، ګور تپه، آق تپه او تیمورک سیمې د دښمن له شتون نه پاکې شوي  او  د پکتیکا ولایت د دیله په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی. (0)The post دفاع وزارت: ۲۹ وسله وال مو وژلي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/دفاع-وزارت-۲۹-وسله-وال-مو-وژلي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading