بازتاب نیوز

د ننګرهار د پلټنې ادارې نوي رئیس په رسمي ډول دنده پیل کړه

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ننګرهار ولایت د پلټنې ادارې نوی رئیس سنګر حسین زی د یوې غونډې په ترڅ کې د دې ولایت مسؤلینو او وروسته د اړونده ادارې کارکوونکو ته تر پېژندنې وروسته په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه .

په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته ننګرهار والي حیات الله حیات نوي رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ ډآد ورکړ او زیاته یې کړه،چې په دې ولایت کې د اصلاحاتو د لړۍ په ترڅ کې یاده ګمارنه هم ترسره شوې ده .

نوموړي د پلټنې نوې رئیس ته سپارښتنه وکړه،چې د مسؤلیت له مخې د فساد په مخنیوي کې هلي ځلي وکړي،ترڅو حکومتي بودیجه په شفاف ډول مصرف او مسؤلین یې حساب ورکولو ته ژمن شي .

د پلټنې د عالي ادارې مالي او اداري معین ډاکټر مجیب الرحمن شیرزاد وویل،د دې ولایت د پلټنې ادارې ګمارل شوی رئیس په انګلستان کې ماسټري کړې او د شپږو کلونو راهیسې د پلټنې په عالي اداره کې د سر څارونکي په توګه دنده ترسره کړې ده .

هغه زیاته کړه، د پلټنې عالي اداره په دیارلس سوه هجري کال کې رامنځته شوې او د ټولو هغه ادارو پلټنه کوي،چې حکومتي بودیجه مصرفوي او په دې ولایت کې د بریالیتوب په موخه یې د ولایتي ادارې پر همکارۍ ټینګار وکړ.

  (0)The post د ننګرهار د پلټنې ادارې نوي رئیس په رسمي ډول دنده پیل کړه appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-ننګرهار-د-پلټنې-ادارې-نوي-رئیس-په-رسمي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading