بازتاب نیوز

امریکایي سناتور: ددې وخت دی چې امریکایي ځواکونه له افغانستان و ایستل شي

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

 

امریکایي سناتور رانډ پاول په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، د ټرمپ د هغه پلان هر کلی کوي چې غواړي امریکايي ځواکونه له افغانستان ستانه کړي. دده په وینا ددې وخت دی چې امریکا په افغانستان کې خپله جګړه ختمه او خپل ځواکونه له دغه هېواد وباسي. دغه امریکایي سناتور ټینګار کړی چې په افغانستان کې په جګړه لکېدونکې پیسې باید په امریکا کې د رغونې او امنیت په تامین ولګول شي. دده په خبره امریکا هر کال پر افغان جګړه ۴۶ میلیارده ډالر لګوي په داسې حال کې چې دا هېواد دې پیسو ته سخته اړتیا لري. دده په وینا امریکایي حکومت باید دا پیسې په امریکا کې د امنیت په تامین او د پولو په خوندیتوب ولګوي.

(0)The post امریکایي سناتور: ددې وخت دی چې امریکایي ځواکونه له افغانستان و ایستل شي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/امریکایي-سناتور-ددې-وخت-دی-چې-امریکایي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading