امریکا ته د طالبانو خبرداری: د سولې خبرې ځنډوو
٢٦ مرغومی ١٣٩٧

وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی، که امریکا د سولې خبرې په "صادقانه" ډول مخته بو نه ځي او له فشاره ګټه واخلي، د سولې خبرې به وځنډوي.
طالبانو په یوې اعلامیه کې ویلي، په پام کې ده چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي او د سولې د اصلي خبرو موضوع کې د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د ګټې نه اخیستل وو، خو اوس امریکایان غواړي نور موضوعات رامخې ته کړي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، د سولې دغه خبرې د یو چا په فشار او تاکتیکي برخورد نه حل کېږي او نه هم د منلو وړ دي.
طالبانو دا خبرپاڼه داسې مهال خپره کړې چې تېره ورځ ځینو طالب سرچینو بي بي سي ته وویل، پاکستان د طالبانو یو پخوانی وزیر د سولې خبرو ته د طالبانو د راوستلو د فشار لپاره نیولی و.
ویل کېدل چې حافظ محب الله د طالبواکۍ پرمهال افغانستان کې د حج او اوقافو وزیر و. نوموړی ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې نیول شوی و.
- "له طالبانو سره خبرو کې د امریکا ژمنې او غوښتنې"
- '' طالبان د مسکو سولې خبرو کې ګډون کوي''
- "طالبان د سولې وړاندیز په اړه سلا مشورې کوي"
لږ وروسته د هغه د بېرته خوشي کېدو خبرونه خپاره شول، خو طالبانو لا تر اوسه نه دي تایید کړي.
د امریکایانو او طالبانو لیدنهد افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تراوسه له طالبانو سره دوه ځله په قطر او یو ځل د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې لیدلي.
په پام کې وه چې د څلورم ځل لپاره یې تېره اونۍ د قطر په دوحه کې سره لیدلی وای، چې ظاهراً د خبرو د اجنډا پرسر د اختلاف له کبله لیدنه لغوه شوې.
په درېیم ځل لیدنه کې طالبان، امریکایان او د افغان حکومت استازي اماراتو ته ولاړل، خو طالبان له هغوی سره خبرو ته حاضر نه شول.
د امریکا ځانګړي استازي دا د طالبانو یوه "تېروتنه" وبلله او ټینګار یې دا و، که دا ډله رښتیا هم د جګړې ختمېدل غواړي، باید د افغانستان له حکومت سره د خبرو مېز ته کښېني.
اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-46892402