بازتاب نیوز

ننګرهار کې ۹ داعش وسله وال وژل شوي

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ خبرگزاری خاورمیانه

د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالی کې  ۹ داعش وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د  ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ مامند درې خروې سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو  عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د درې قوماندانانو په ګډون ۹ داعش وژل شوي او د دوی دوه مرکزونه په بشپړ ډول لمنځه وړل شوي دي .

د خوګیاڼي په خبره وژل شوي قوماندانان د مجاهد، اصف او هارون په نومونه دي،همدا راز په تخریب شوو دوو مرکزونو کې د ځآنمرګو بریدونو په  موخه چمتو شوي واسکټونه،ماینونه،سپکې او درنې وسلې هم لمنځه تللي دي .

د خوګیاڼي په خبره  په ترسره شوو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .

اصلي اړیکې: https://middleeastpress.com/pashto/1397/10/26/%D9%86%D9%86%DA%AB%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B1-%DA%A9%DB%90-%DB%B9-%D8%AF%D8%A7%D8%B9%D8%B4-%D9%88%D8%B3%D9%84%D9%87-%D9%88%D8%A7%D9%84-%D9%88%DA%98%D9%84-%D8%B4%D9%88%D9%8A/

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری خاورمیانه په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading