بازتاب نیوز

د نړیوال جام ۹۵٪ ټکټونه پلورل شوي

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د رسنیو او بازار موندنې څانګه د کرکټ راتلونکی نړیوال جام د ۲۰۱۹ م کال د مې میاشتې له ۳۰ مې نیټې په انګلستان کې پیلیدونکی دی. داسې ښکاري چې مینوال سر له اوسه د نړیوال جام لوبو ته بې تابه دي او د نندارې لپاره یې شېبې شماري دغو سیالیو ته د لیوالتیا کچه له دې ښکاري چې سر له اوسه څه باندې ۹۵٪ ټکټونه پلورل شوي دي. د نیمه پایلوبو او پای لوبې نژدې ټول ټکټونه پلورل شوي، تر ټولو ګران ټکټونه د پای لوبې دي چې هر یو یې په ۳۲۵ پاونډو پلورل شوی دی. سربېره پر پایلوبې او نیمه پایلوبې د هندوستان او پاکستان د لوبې له نندارې سره خلکو ډېره لیوالتیا ښوولې او نژدې ټول ټکټونه یې پلورل شوي. لا هم سیلاني شرکتونه د نیټ او نورو لارو خلک هڅوي چې ددوی له لارو انګلستان ته لاړ شي او د کرکټ د نړیوال جام د لوبو ننداره له نږدې وکړي دغه شرکتونه له مینوالو سره د ټکټونو اخیستلو او د اوسېدو ځایونو او هوټلونو د برابرولو په برخه کې مرسته کوي.

(0)The post د نړیوال جام ۹۵٪ ټکټونه پلورل شوي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-نړیوال-جام-۹۵٪-ټکټونه-پلورل-شوي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading