بازتاب نیوز

افغان حکومت د زعفرانو تحقیقاتي انسټیټیوټ جوړوي

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ د امریکا غږ

په هرات ولایت کې به تر راتلونکو دوو کلونو د زعفرانو تحقیقاتي‌ انسټیټیوټ جوړ شي.

افغان چارواکي‌ وايي، د دغه انسټیټیوټ د جوړېدو ټول لګښت چې ۵۹ میلیونه افغانۍ کېږي د کرنې او مالدراۍ وزارت د پراختیايي بودجې څخه ورکول کېږي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر انجنیر نصیر احمد دراني د چهارشنبې په ورځ د «مرغومې پر۲۶مه» په هرات ولایت کې د دغه انسټیټیوټ د ډبرې ایښودلو پر مهال وویل چې دغه مرکز به د زعفرانو د کروندګرو د مهارتونو له لوړولو، پروسس او د بازار پیدا کولو په برخه کې مرسته وکړي.

هغه وویل:"دغه انسټیټوټ به د کیفیت او کمیت له اړخه د زعفرانو لپاره د بازار موندنې په برخه کې ګټور تمام شي، په ټولو هغو لابراتواري وسایلو چې لازم دي د زعفرانو په کمیت او کیفیت کې مهم رول لري سمبال شي."

پر همدې مهال د هرات مرستیال والي محی الدین نوري وايي، روان کال په دغه ولایت کې ۱۵زره او ۳۲ کیلو زعفران تولید شوی، چې نسبت تېر کال ته سل سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړي زیاته کړه چې د غه انسټیټوټ به له کروندګرو سره مرسته وکړي چې تر څو د هرات لوېدیځې حوزې کروندګر نړیوالو بازارونو ته معیاري زعفران صادر کړي.

په هرات ولایت کې د زعفرانو د تحقیقاتي انسټیټیوټ د ډبرې ایښودلو مراسمو کې چې د ترکیې د صدراعظم اړوند د تیکا دفتر رئیس علي ارغون چنار هم ګډون کړی و وویل چې هېواد یې پلان لري تر دې وروسته د اسپانیا د زعفرانو پر ځای د افغانستان له تولید شوو زعفرانو څخه ګټه واخلي.

ترکیې په دې وروستیو کې ‌په یو بې ساري‌ اقدام کې د افغانستان د عفرانو پر صادراتو ګمرکي تعرفه لیري کړه.

د افغانستان زعفران چې د کیفیت له‌مخې په نړیوالو بازارونو کې خاص ځای لري تر دامهاله چین، امریکا او یو شمېر نورو اروپايي بازارونو ته صادر شوي‌ دي.

تر دې مخکې د «رومي سپایس» په نوم یوه امریکايي شرکت ویلي چې د هرات زعفران د هوا له لارې امریکا ته لېږدوي او په هول فودز پلورنځيو کې د پلور لپاره یې له دغه شرکت سره تړون لاسلیک کړی دی.

اصلي اړیکې: https://www.pashtovoa.com/a/created-the-first-research-institute-of-saffron/4745178.html

د اصلي پاڼې خلاصول

د امریکا غږ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading