بازتاب نیوز

یو نفوذي عسکرپنځه پولیس وژل

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: دیوراپورله مخی په کندهار ولایت کې تېره شپه یوه نفوذي پوليس پر خپلو ملګرو برید کړی ۵ پوليس وژلي او وسلې يې له ځان سره وړي دي.

پېښه نن د چهارشنبې سهار وختي د پنجوايي ولسوالۍ په موشان امنيتي پوسته کې رامنځته شوې ده.د کندهار یوه امنیتي مقام چې نه يې غوښتل نوم خپور شي د «مرغومې پر۲۶مه» امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې برید کوونکی پوليس تر پېښي وروسته د نورو وسله والو په مرسته له سیمې څخه وتلی دی.

سرچینه زیاته وي چې برید کوونکي پوليس له تېرو څو میاشتو راهیسې دنده پيل کړې وه او نن سهار وختي د پيرې پر مهال يې پر خپلو ملګرو برید کړی او ۵ پوليس يې وژلي.

منبع وايي:”برید ګر پوليس خپل ټول پنځه ملګري چې په موشان پوسته کې يې دنده لرل وژلي او شپږ میله وسلې يې له ځان سره وړي، نورو پوليسو د برید ګر لټون پيل کړی خو هغه دوسله والو طالبانو سره یوځای شوی او د هغوی په مرسته له سیمې څخه وتلی.”

بلي خواته وسله والو طالبانو رسنیو ته په لېږلي تلیفوني پیغام کې د پېښه مسئولیت په غاړه اخیسی او زیاته کړې يې ده چې برید کوونکی پوليس د دوی نفوذي ملګری وو.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/accidents/یو-نفوذي-عسکرپنځه-پولیس-وژل/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading