بازتاب نیوز

فيفا د افغانستان فوټبال فدراسيون د مشر غوښتنه رد کړه

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د فوټبال نړيوال فدراسيون د افغانستان د فوټبال فدراسيون د پخواني رييس کرام الدين کريم هغهغوښتنه رد کړې چې پر ده دې لګېدلی بنديز لري شي.

فيفا وروسته له هغه د افغانستان فدراسيون پر مشر کرام الدين کريم د درېيو مياشتو لپاره بنديزونه ولګول چې هغه د فوټبال پر ښځينه لوبغاړو پر جنسي ځورونو تورن شو.

د فوټبال نړيوال فدراسيون (فیفا) له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سازمان د اخلاقي چارو قاضي پر کرام الدين کريم د فيفا له لوري د ٩٠ ورځو دندې ځنډېدو پرېکړه تاييد کړې ده.

کرام الدين کريم د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډلې د يو شمېر غړو له خوا پر بد چلند، جنسي ځورونو او تاوتریخوالي تورن شوی دی.

د دغو تورونو په پايله کې د فوټبال نړيوال فدراسيون د کریم دنده د ٩٠ ورځو لپاره وځنډوله. اوس د نړيوال فدراسيون مسوولينو ويلي چې کېدای دغه بنديز ۴٥ ورځې نور هم اوږد شي.

د افغانستان لويې څانوالۍ د دغو تورونو څېړلو لپاره پلټنې پيل کړې او د کريم په ګډون د افغانستان د فوټبال فدراسيون پنځه غړي يې د پلټنو تر پايه له هېواده بهر ته له تللو بند او ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

(0)The post فيفا د افغانستان فوټبال فدراسيون د مشر غوښتنه رد کړه appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/فيفا-د-افغانستان-فوټبال-فدراسيون-د-مشر/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading