بازتاب نیوز

خلیلزاد: د افغان سولې بريالي کېدو لپاره امريکا خپلو هڅو ته دوام ورکوي

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هېواد د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې ویلي، چې امریکا به د افغان حکومت او افغانانو تر څنګ ولاړه وي او د سولې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

 د ملي امنیت شورا د فیسبوک پاڼې له مخې، په دې کتنه کې په بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د سولې بهیر، د دواړو خواوو ترمنځ په مشترکې همغږۍ او افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په موخه په نړیوالې اجماع بحث او نظریات شریک شول.

 د سرچینې په خبره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ډاډ ورکړی، چې د امریکا دولت او خلک به يې د افغانستان دولت او خلکو تر څنګ واوسي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

 د سرچینې په وینا په دې لیدنه کې دواړو لوریو په مشترکو همکاریو، همغږیو او د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو پر دوام هم ټینګار کړی دی.

(0)The post خلیلزاد: د افغان سولې بريالي کېدو لپاره امريکا خپلو هڅو ته دوام ورکوي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/خلیلزاد-د-افغان-سولې-بريالي-کېدو-لپاره/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading