بازتاب نیوز

خوست: خلکو پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځولو مخنيوی کړی

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځولو موضوع له پخوا روانه ده، پاکستان پر ياده فرضي کرښه اغزن سيم غځولی دی.

خو تازه د خوست خلکو پر ياده کرښه د پاکستان لخوا د اغزن سيم غځولو مخنيوی کړی.

د خوست د ځاځي میدان ولسوالي اوسېدونکي وروسته له دې دغه پرېکړه کوي چې دې ولسوالۍ ته څېرمه په ځينو سيمو کې پاکستاني پوځيانو د اغزن سیم لګول پيل کړي دي.

د ولسي خلکو له دې پرېکړې وروسته پاکستاني پوځيانو هم يادې سيمې ته نږدې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار تېرولو کارونه په ټپه درولي دي.

د ډيورنډ کرښې ساتنې لپاره د سيمې خلکو د يادې ولسوالۍ د انګور تنګي او ځينو نورو غرونو پر سر چې ډيورنډ کرښه ترې په اسانۍ څارل کېږي، امنيتي پوستې جوړې کړې دي.

په ورته وخت کې د خوست د والي وياند طالب منګل په همدې تړاو له خبرو ډډه کړې خو زیاته کړې یې ده چې حکومت په ټوله معنا د ولس تر شا ولاړ دی او د هغوی ستونزې به هواروي.

(0)The post خوست: خلکو پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځولو مخنيوی کړی appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/خوست-خلکو-پر-ډيورنډ-کرښه-د-اغزن-تار-غځو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading