بازتاب نیوز

د پلخمري برېښنا بند د بیارغولو چارې پیل شوې

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ٢،٨ ميليونه ډالرو په لګښت د بغلان د مرکز پلخمري ښار د برېښنا د لومړي بند د بيارغونې چارې پيل شوې.

په سيمه کې د اوبو او برېښنا وزارت استازي انجنير مسيح الله وويل چې نن د دغه بند د کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.

ده وويل چې په نږدې راتلونکي به د دغه بند د نورو برخو د بيارغونې چارې هم پيل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه بند پر بيارغونې باندې څه باندې ٢،٨ ميليونه ډالره لګښت راځي چې د اوبو او برېښنا وزارت له بودجي ورکول کېږي.

دغه راز په بغلان کې د افغان نساجي فابریکې ريیس غلام قادر وويل چې د دغه بند دوه دروازې د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ وې.

هغه زياته کړه: ((دغه کانال د اوبو ګرځولو لپاره جوړېږي، څو اوبه په کې را وګرځوي او د بند د نورو برخو د جوړېدو لپاره لار هواره شي.))

د دغه بند جوړېدو چارې يوه تاجکستاني شرکت ته سپارل شوې دي.

د دغه شرکت مسوول انجنیر محمود کشوراوف وويل چې شل ورځې وروسته به د بند د بيارغونې اساسي چارې پيل شي.

هغه زياته کړه: ((د بند په زړه کې د کار کولو لپاره اول بايد موږ اوبه بلې خوا ته يوسو، نو ځکه مو نن د کانال د جوړولو کار پيل کړ چې کله کانال جوړ شو نو اوبه په کانال کې ځي او موږ به خپل اساسي کار شروع کړو.))

د نوموړي په وينا، د دغه بند لپاره نوې دروازې په ازبکستان هېواد کې جوړې شوې او د بند ټولې برخې به په اساسي ډول ورغول شي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه بند به تر جوړېدو وروسته د څلور مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا ولري، په داسې حال چې اوس مهال يواځې ١،٢ ميګاواټه برېښنا توليدوي.

د يادونې ده، د پلخمري برېښنا بند ٧٥ کاله وړاندې جوړ شوى چې د برېښنا د توليد تر څنګ سلګونه هکتاره ځمکه هم له همدغه بنده خړوبېږي.

(0)The post د پلخمري برېښنا بند د بیارغولو چارې پیل شوې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-پلخمري-برېښنا-بند-د-بیارغولو-چارې-پیل/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading