بازتاب نیوز

د سیلانیانو د کوربتوت لپاره د دوه زره افغانانو نوملیکنه

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ د امریکا غږ

له امنیتي ګواښونو سره سره، یو شمېر بهرنیان له افغانانو سره د ملګرتیا په جوړولو افغانستان ته په سفر راځي.

یوه ټولنیزه ویب پاڼه په نړۍ کې سیلانیان له محلي خلکو سره په اړیکه کې ساتي او له موافقې وروسته کوربه په وړیا ډول سیلاني ته په خپل کور کې ځاي ورکوي.

هالنډی سیلانی سیاران بار د “Couchsurfing” د ویپ پاڼې له طریقه په کابل کې له ناصر مجید سره آشنا شو. د مجید په بلنه دغه ۲۴ کلن ځوان کابل ته راغی او څو اونۍ یې د خپل کوربه په کور کې تېرې کړې.

شاوخوا ۲۰۰۰ افغانانو د پورتنۍ ویب پانې له لارې د میلمنو د کوربتوب لپاره خپل نومونه لیکلي دي.

افغانستان په ۱۹۷۰ لسیزه کې د اروپا او جنوبي آسیا د سیلانیانو لپاره یو مشهور تمځای و. ګڼ شمیر بهرنيان د افغانستان لېدو ته راتلل خو اوږدو جګړو او شخړو په هغه هېواد کې د سیلانیانو د راتګ مخه نیولې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ټولو سیلانیانو څخه غواړي چې له مربوطه ادارو سره تر تماس وروسته، افغانستان ته راشي.

اصلي اړیکې: https://www.pashtovoa.com/a/afghanistan-tourists-internet-social-media/4745531.html

د اصلي پاڼې خلاصول

د امریکا غږ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading