بازتاب نیوز

خوست: شېخ زاید پوهنتون ته نوی ریس وټاکل شو

٨ ليندی -٦٢٣ ټاټوبی نيوز

د خوست د شیخ زاید پوهنتون لپاره نوی ټاکل شوی رییس د یوې غونډې پر مهال معرفي شوو.

په دې مراسمو کې چې د ولایت والي محمد حلیم فدايي، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال صدیقي او وروسره پلاوي ګډوون کړی و .

نوي ټاکل شوي رییس پوهنمل حسن ګل اریوبي په خپلو خبرو کې د مسولیت د رفع کولو ډاډ ورکړ او همداشان یې وویل چې له نور ادارو سره د ښو اړیکو او د پوهنتون د پرمختګ لپاره به په ګډه کار کوي.

خوست والي محمد حلیم فدايي د پوهنتون له پخواني سرپرست رییس له خدمتونو د مننې ترڅنګ نوي رییس ته په خپلو چارو کې د بریالیتو هیله وکړه.

د ولایت والي وویل چې د شیخ زاید پوهنتون له شته ظرفیتونو، فرصتونو او منابع څخه باید په سمه توګه ګټه پورته شي او همداشان د پوهنتون په برخه کې باید کیفیت ته زیاته پاملرنه وشي.

هغه وویل چې اکاډمیک مرکزونه باید د ستونزو د حل لارې ولټوي، ځکه ظرفیتونه شته او یوازې همغږۍ ته اړتیا لري، ترڅو په ګډه یو ستراتیژیک هدف ته ورسیږو.

والي وویل چې له دولتي او خصوصي پوهنتونو سره د همکارۍ لپاره به خپل امکانات دریغ نه کړي او د شیخ زاید پوهنتون د هر اړخیز پرمختګ لپاره به خپلې هڅې ونه سپموي.

The post خوست: شېخ زاید پوهنتون ته نوی ریس وټاکل شو appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/افغانستان/خوست-شېخ-زاید-پوهنتون-ته-نوی-ریس-وټاکل/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading