بازتاب نیوز

کونړ : ۱۱۵۰ کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

٨ ليندی -٦٢٣ ټاټوبی نيوز

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت کلیوالو سېمو ته د اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري د څه باندې درې مېلیونه افغانیو په لګښت د کنړ ولایت د مرکز اسعدآباد اړوند په ماڼو کلي کې د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دغه پروژه کې د ۱۱۵ مترو په ژوروالي د یوې څاه کېندل، د څه باندې یو کیلومتر په اوږدوالي د پیپونو غځول، د ۲۰ متر مکعب ذخیرې جوړول او د ۲۷ تختو لمریزو ښیښو (سولرونو) نصبول شامل وو.

د اوبو رسولو ددغې پروژې د جوړولو چارو د اړوندې سیمې د خلکو لپاره ۱۷۸۰ کاري ورځې ایجاد کړې او د پروژې په بشپړېدو سره د ۱۱۵۵کسانو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

The post کونړ : ۱۱۵۰ کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/افغانستان/کونړ-۱۱۵۰-کسانو-ته-د-څښاک-پاکې-اوبه-برا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading