بازتاب نیوز

پیکار:سویلي کوریا زموږ د کور جوړولو الګو ده

٨ ليندی -٦٢٣ ټاټوبی نيوز

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محمد جواد پیکار په سویلي کوریا کې د افغانستان له سفیر سره وکتل

د وزارت د خبرپاڼې له مخې وزیر پیکار له سفیر حکیم عطارد سره په لیدنه کې د ښارجوړونې او ښاري پلانګذاریو په برخه کې د سویلي کوریا له تجربو څخه پر ګټنې خبرې وکړې.

پیکار ټینګار وکړ چې سویلي کوریا د ښاري پلانګذاریو او ښار جوړونې په برخه کې افغانستان لپاره یو الګو کیدای شي.

هغه دا هم وویل چې د ښاري پلانګذاریو په برخه کې سویلي کوریا کامیابه تجربه لرونکی هیواد دی او ټینګار یې وکړ چې دغه وزارت به د سویلي کوریا د ښو او ګټورو تجربو څخه د ښار جوړونې او ښاري پلانګذاریو په برخه کې به په بشپړه توګه استفاده وکړي.

افغان سفیر حکیم عطارد د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د طرحو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د یاد طرحو په عملي کیدو کې به په پوره توګه همکاري وکړي.

The post پیکار:سویلي کوریا زموږ د کور جوړولو الګو ده appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/افغانستان/پیکارسویلي-کوریا-زموږ-د-کور-جوړولو-الګ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading