بازتاب نیوز

د کابل وروستي بريد کې یوامريکايي او یو هندي وګړی هم وژل شوي

٨ ليندی -٦٢٣ ټاټوبی نيوز

د کابل د نهمې حوزې اړونده موټر بم بريد کې د نورو ګن شمېر کسانو ترڅنګ د هندوستان او امريکا دوه وګړي هم وژل شوي دي.

دا خونړى بريد وړمه شپه د کابل ښار د نهمې حوزې اړونده د قابل باى په سيمه کې د ګرين ويلیج پر ساحې شوى و، چېرته چې د بهرنيانو دفترونه او مېلمستونونه دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي وو، چې په دې بريد کې څلور تنه وژل شوي او ١١٣ نور ټپيان دي.

بلخوا د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت ددې پېښې د غندلو ترڅنګ ويلي، چې د يادې پېښې په قربانيانو کې يو هندي وګړى هم و.

سرچينې زياته کړې چې په کابل کې د هندوستان سفارت د وژل شوي هندي وګړي د جسد د انتقالولو هلې ځلې پيل کړي، خو دا يې نه دي ويلي چې نوموړي کابل کې څه دنده ترسره کوله.

بلخوا امريکايي رسنيو خبر ورکړى، چې په ياده پېښه کې دغه راز د کليفورنيا ايالت د ارکاډيا ښار يو تن اوسېدونکى ٥٥ کلن مانو پاول هم وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې هغه د فوټبال پخوانى لوبغاړى و او په کابل کې د نړيوال بانک په دفتر کې يې دنده ترسره کوله.

The post د کابل وروستي بريد کې یوامريکايي او یو هندي وګړی هم وژل شوي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/افغانستان/د-کابل-وروستي-بريد-کې-یوامريکايي-او-یو-ه/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading