بازتاب نیوز

نورالحق علومي هم ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه وکړه

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د داخله چارو پخواني وزیر نورالحق علومي هم ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه وکړه، نوموړي «احمد بيژن» د خپل لومړي مرستیال او « نعيم غيور» د دوهم مرستیال په توګه ثبت کړي.

نورالحق علومي چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزیر وو،  شپږم کاندید دی چې ولسمشریزو ټاکنو ته یې رسمي نوملیکنه وکړه، تر ده وړاندې عبداللطیف پدرام، حکیم تورسن، سید نورالله جلیلی، عنایت‌الله حفیظ او زلمي رسول ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه کړې وه.

د یادونې وړ ده چې ولسمشریزو ټاکنو ته د نوملیکنې موده شپږ ورځې وروسته پای ته رسېږي خو لا هم د حنیف اتمر او اشرف غني په شمول احتمالي مخکښو نوماندانو نوملیکنه نده کړې.

ولسمشریزو ټاکنو ته د نوملیکنې پروسه داسې مهال روانه ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لا هم ندی توانېدلی د ولسي جرګې د ټاکنو بشپړې پایلې اعلان کړي، تېره ورځ د کابل ولایت لپاره د لومړنیو پایلو اعلان ګڼ غبرګونونه راوپارول او معترضو نوماندانو د ټاکنو کمېسیون غړي په فساد تورن کړل.

دا یوازې کابل ندی چې د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې پکې غبرګونونه راپاوري تر دې وړاندې د ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو پایلو هم خلګ لاریونو ته اړ ایستلي وو.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/137025/%D9%86%D9%88%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%AD%D9%82-%D8%B9%D9%84%D9%88%D9%85%D9%8A-%D9%87%D9%85-%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%85%D8%B4%D8%B1%DB%8C%D8%B2%D9%88-%D9%BC%D8%A7%DA%A9%D9%86%D9%88-%D8%AA%D9%87-%D9%86%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading