بازتاب نیوز

مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ فارسی.رو - نشريه آزاد افغانی ازمسکو

مسکو او کابل په خپل منځ کې دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو تړون لاسليک کړ دروسيي په پلازمېنه مسکو کې ديو لړ خاصو مراسېمو په ترڅ دمخدره توکو او ددغو توکو دبيلا بيلو ډولونو دله منڅه وړلو په اړه دافغانستان داسلامې جمهوريت اوروسيي ترمنڅ موافقه لاسليک شوه. موافقه دافغانستان له لورې دهغه هېواد دمخدره توکو سره دمبارزې وزير،جنرال خدايداد اودروسيي له پلوه، دمخدره توکو سره دمبارزې،دروسيي دادارې مشر ويکتورايوانوف ترمنڅ لا سليک شوه. داد نشه یي توکو سره دمبارزې دوهمه موافقه ده،چې ددواړوهېوادونو ترمنڅ په مسکو کې لاسليک کيږي. دمخدره توکو سره دمبارزې لومړی موافقه د۲۰۰۹ ميلادې کال دمارچ په مياشت کې،کابل ته دروسيي دبهرنيو چارودوزير سرګي لوروف دسفر پر مهال لاسيلیک شوي وه. جنرال خدايداد دخپلې وينا پرمهال په مسکو کې وويل چې: دروسيي دمرستې اوهمکارۍ پرته،افغانستان ته به ډیره ستونزمنه وي چې،دترهګرۍ اومخدره داروګانوپر وړاندې مبارزه وکړي،دافغانستان دمخدره توکو سره دمبارزۍ وزير زياته کړه چې روسيه دکانال په نامه دمخدره توکوپرضدعملياټ پرمخ بيايي،اوددغوتوکو دلېږد په مخنيوي کې اغيزمنه مبارزه کوي، ده ډاډڅرګند کړ چې ددغي موافقي په لاسليک سره به،په افغانستان کې دمخدره داروګانو پر وړاندې ،دروسيي رول نورهم غښتلی شي. دمخدره توکو سره دمبارزۍ دروسيي داداری مشر ويکتور ايوانوف په خپل وار سره په ټينګار وويل:چې ددغي موافقي لاسليکيدل ډير اړين دي داځکه چې ددغه سند په اساس دواړه هېوادونه دې ته،هڅوي چې،په ګډه دمخدره توکو پرضد مبارزه پرمخ بوخي،اوپه خپل منځ کې همکاريو ته لا پراختيا ورکړي. ايوانوف زياتوي ددغې موافقي پربنسټ دواړه هېوادونه يوبل ته، استخباراتې معلومات په لاس کې ورکوي اوددغو معلوماتو پر اساس کېدای شي دغه توکې له منخه يوړل شي،دی زياتوي، په دغه موافقه کې دکدرونو دروزنې پيشبېني شوي ده دمخدره توکو سره دمبارزي کدرونه به په روسيي اوهمداراز په افغانستان کې روزل کيږي. ويکتور ايوانوف يادونه وکړه چې دم ګړي په روسيي کې دمخدره توکو سره دمبارزي دافغان پوليس دروزنې طرح موجوده ده او په سلګونو دمخدره توکو سره دمبارزي افغان پوليسو دمسکو په ديمادیدوا کې زده کړي کړی دی. دی وائي موږ اوس چمتو يو،چې دغه تجربه اوس په افغانستان کې پلی کړو او افغان کدرونه پخپله په کابل کې وروزو مننه.

اصلي اړیکې: http://pa.farsi.ru/doc/99.html

د اصلي پاڼې خلاصول

فارسی.رو - نشريه آزاد افغانی ازمسکو په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading