بازتاب نیوز

 د هلمند پخوانی امنيه قومندان سرجنګ د  ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): د هلمند پخوانی  امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ، چې د فساد په تور له دندې  ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شوی و، د ورپېښې ناروغۍ له مړ شوی دی.

قومندان سرجنګ تر دې وړاندې د لغمان او هلمند امنيه قومندان په توګه کار کړی و، چې وروسته د اداري فساد او مالي فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوی و.

د قومندان سرجنګ کورنۍ د هغه  د مړينې خبر تاييد کړی دی.

د ژوند وروستيو وختونو کې د ناروغۍ پر مهال د قومندان سرجنګ انځور

د  تېر کال سپتمبر مياشت کې ځينې راپورونو ويلي و، چې نوموړی له محکمې سره د مالي جوړجاړي په بدل کې له زندانه خوشې شوی او د فراه ولايت د پرچمن ولسوالۍ امنيه قومندان ټاکل شوی و، چې د سپتمبر په اتلسمه د تېښتې پر مهال د طالبانو له لوري نيول شوی و.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/137039/%D8%AF-%D9%87%D9%84%D9%85%D9%86%D8%AF-%D9%BE%D8%AE%D9%88%D8%A7%D9%86%DB%8C-%D8%A7%D9%85%D9%86%D9%8A%D9%87-%D9%82%D9%88%D9%85%D9%86%D8%AF%D8%A7%D9%86-%D8%B3%D8%B1%D8%AC%D9%86%DA%AB-%D8%AF/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading