بازتاب نیوز

ورځپاڼو ته کتنه: د افغان- امریکا جګړې دوه حقیقتونه باید ومنل شي

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ بی بی سی

د سعودي عرب نيوز ورځپاڼه وايي افغانستان کې له ١٧ کلنې جگړې وروسته اوس دوه حقايق بايد ومنل شي.

يو دا چې افغان حکومت او متحدين يې امريکا او ناټو د جگړې له لارې نشي بريالي کېدلى. ځکه طالبان ډېره انگيزه لري او د پاکستان او ان په کور دننه يې د پام وړ ملاتړ کېږي.

دويم دا چې طالبانو سره د سولې بريالۍ خبرې شونې نه برېښي ځکه امريکايي ځواکونه بشپړ له افغانستان نه وځي.

ورځپاڼه يې يو دليل دا څرگندوي چې د امريکايي ځواکونو له بشپړې وتنې سره ښايي افغان دولت نسکور شي او په دغه راز يوه حالت کې افغانستان بيا د ترهگرو په ځاله بدلېدى شي چې د نړۍ په لرو بر کې د امريکا پر گټو بريدونه پلانولى شي.

له افغانستان د امريکايي ځواکونو د بشپړ نه وتلو بل دليل دا ښوول شوى چې له سوريې وروسته که امريکا افغانستان هم پرېږدي نو په نړۍ کې يې د مشرۍ په تړاو شکونه را ټوکېږي

امريکايۍ فوربس مجلې د افغانستان په تړاو شننه کې ليکلي، له افغانستان او سوريې د ځواکونو د اېستلو شوى اعلان که څه هم وروسته بدل او شنډ شو او د سپيناوي لپاره یې دلايل وړاندې شول، خو حالت اوس هم نا څرگند دى.

د مجلې په باور، يوه خبره چې جوته شوې هغه دا ده چې د سپټمبر يوولسمې له پېښو وروسته پر ځمکه د توندلارو پر وړاندې د جگړې په اړه جوړه شوې اجماع اوس ماته شوې ده.

مجله وايي ډونلډ ټرمپ غواړي د هغو کسانو د ناهيلي کولو لپاره امريکايي سرتېري له افغانستان او سوريې وباسي چې دغه ځواکونه يې استولي او هلته يې ساتلي و

مجله وايي کله چې تاسو د هغو کسانو مسووليت په غاړه اخلی چې ستاسو ترڅنگ په داسې ځايونو کې جگړه کوي چې ستاسو له حضور پرته نشي ساتل کېداى نو بيا هلته اوږده مهال لپاره پاتې کېږی او يا سيمه پرېږدی چې پايلې یې ډېرې بدې وي.

مجله د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان حالاتو ته اشاره کوي او وايي د امريکايي ځواکونو د وتلو په حالت کې ډېرى افغانستان کې د ورته حالت وړاندوينه کوي.

مجله وايي له افغانستان د امريکايي ځواکونو د ايستنې د پلان منتقدين د حالاتو د ښه کېدو لپاره قانع کوونکى پلان نه لري او يوازې د بدو پايلو ځنډولو لپاره د لارو چارو وړانديز کولی شي.

مطلب وايي له افغانستان د امريکايي ځواکونو له وتلو سره وينه بهېدنه نه ودرېږي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې اسلام اباد کې د نوي افغان سفير لطف الله مشعل په وينا ليکلي چې اسلام اباد او کابل د بنديانو د راکړې ورکړې په تړاو چې د بند موده يې پوره شوې او يا يې ضمانت شوى خو ځانگړو دلايلو نه دي خوشي شوي پر يوه نوې کړنلار سلا شوي دي.

ښاغلي مشعل ويلي د افغان حکومت يوه لسيز کسيزه ډله به د پاکستان زندانونه وگوري او د هغو زندانيانو پېژندگلوي به وکړي چې د بند موده يې پوره او يا يي ضمانت شوى خو نه دي ازاد شوي.

دوبۍ له بريتانيا سره د ډرون له امله را پورته شويو ستونزو هواري کې مرسته کوي.

د بريتانيا پر گټويک او هېترو هوايي ډگرونو د ډرون الوتکو له ليدل کېدو سره په الوتنو کې ځنډ رامنځته شوى و.

ويل کېږي دوبۍ په دې برخه کې ډېر مخکښ دى او ٢٠١٥ م کال کې کله چې د ډرون له امله يې هوايي ډگر چې د نړۍ دريم تر ټولو بوخت هوايي ډگر دى وتړل شو نو په دې برخه کې يې ډېر ښه قوانين جوړ کړي دي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-46901516

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading