بازتاب نیوز

هرات کې سور صلیب: د معلولو ماشومانو زېږېدل ډېر شوي

٢٧ مرغومی ١٣٩٧ بی بی سی

د افغانستان په لوېدیځ کې سور صلیب نړیواله کمیټه وایي په هغو کسانو کې چې د درملنې لپاره دې دفتر ته ورځي د پخوا خلاف اوس اتیا سلنه هغه کسان دي چې په نامستقیم ډول له جنګ اغیزمن شوي.

سور صلیب- چې اصلي کار یې د جګړې قربانیانو سره مرسته ده- وایي اوس د دې ادارې یوازې لس سلنه مراجعان د جګړې مخامخ قربانیان او پاتې ډيری هغه ماشومان دي چې ذهني معلولیت لري یا معلول زیږیدلي دي.

د سور صلیب د تعریف پر بنسټ، ټول ذهني معلولان او ان هغه کسان چې د بیوزلۍ له امله سختو کارونو کې ژوبل شوي هم دي په نامستقیم ډول د جنګ قربانیان بلل کېږي.

دا اداره وايي له ۱۹۹۳ کال راهیسې یې ۳۷ زره معلولان ثبت کړي چې لس زره پکې ماشومان دي.

هرات کې د دې ادارې مرکز کې د مصنوعي غړو جوړولو مرکز ته له نیمروز او غور هم خلک ورځي.

هرات کې د سور صلیب چارواکي وایي، له ۲۵ کلونو راهیسې په دې ډګر کې دلته کار کوي خو د مراجعانو شمیر یې نه دی کم شوی.

په سور صلیب کې د بدن د مصنوعي غړو د جوړولو د څانګې مشر سید امي شایان وایي، هره اونۍ په منځني ډول څه باندې شپیته فیزیکي نوي معلولین راجستر کوي، چې په هره میاشت کې د دوی شمیر ۲۵۰ کسانو ته رسیږي.

د نوموړي په خبره، د ۲۰۱۸ کال په یوولسو میاشتو کې څه باندی ۲۶۰۰ نوي معلولان دوی ثبت کړي او د دوی د ارتوپیدي څانګې له خدمتونو یې ګټه اخیستې ده.

اوس د دې ادارې کار کې دا بدلون راغلی چې تېره اوله یوه نیمه لسیزه کې یې تر ډېره جنګي معلولان منل، خو اوسنۍ تېره لسیزه کې ډېر داسې ماشومان ورغلي چې ذهني معلول یایې غړي نیمګړي دي.

اوس پوښتنه دا د چې ولې دا ناروغان زیات شوي، د هرات لپاره د سور صلیب یو ډاکټر عبدالشکور حق بین یې لامل، "د مېندوارۍ وخت کې پر میندو له جګړې د پاتې موادو کیمیايي او زهري" اغېز بولي.

دا ډاکټر وايي، دا کیمیايي او زهري مواد پر خوړو، خوراکي موادو او بوټو اغېز کوي او کله یې چې میندې خوري د دوی ګېډه کې جنین هم زیانمنولی شي.

ښاغلی حق بین زیاتوي، جګړه په نامستقیم ډول هم اغېز کوي، ځکه جګړه لوږه زیاتوي، که میندې د اړتیا وړ ویټامینو خواړه ونه خوري د دوی خېټه کې ماشوم ته هم مغزي ستونزې پیدا کېدلی شي.

په ورته مهال سید امي شایان وايي، ان دوی ته داسې کسان هم ورځي چې ترافیکي پېښو کې ژوبل شوي وي.

د نوموړي په خبره، د سور صلیب کار یوازې د بدن د مصنوعي غړو په جوړولو پورې نه دی محدود. دوی اوس تر ډیره د ذهني معلولیت لرونکو ماشومانو سره سرو کار لري.

"د جنګي معلولانو شمیر کم شوی. لس سلنه مراجعان مو جنګي معلولان دي. څه باندې شپیته سلنه بیا هغه ماشومان دي چې ولادي معلولیت یا ذهني معلولیت لری. یا پښې یې کږې وي".

د هرات د کرخ ولسوالۍ یو اوسیدونکی ګل پاچا وايي، درې کلن زوی یې په یوه پښه او یوه لاس معلول دی. وایي هم خپله دی ځوریږی او هم یې ماشوم. وایې ماشوم یې ژوبل شوی نه دی. همداسې زیږیدلی خو په سیمه کې یې جنګونه ډير تېر شوي.

د سور صلیب نړیوال دفتر څو موده مخکې د لنډ مهال لپاره د امنیتي ګواښونو له کبله بند شو.

سره له دې چې په افغانستان کې د زیان منونکو معلولانو سره د مرستو لپاره په لسګونو دا ډول نورو څانګو ته هم اړتیا لیدل کیږي خو د اوس لپاره تمه دا ده چې لږ تر لږه دا اداره د معلولینو پر مخ بنده نشی.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-46859807

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading