بازتاب نیوز

ملګري ملتونه د افغانستان د بشري حقونو راپور ارزوي

٢٧ مرغومی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اړوند اداره د درېیم ځل لپاره د افغانستان د بشري حقونو رپوټ وارزوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له‌خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د نړیوالې دوره‌یې بیا کتنې له لوري به د افغانستان د بشري حقونو راپور د جنورۍ پر ۲۱مه بیا و ارزول شي.

افغانستان یو له هغو ۱۴ هېوادونو دی چې د نړیوالې دوره‌یې بیا کتنې کاري ډله به یې دا راپور ورارزوي.

د ارزونې دا غونډې به د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې دوام وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو لومړنۍ بیا کتنه د ۲۰۰۹ میلادي کال په مې میاشت او دوهم ځل په ۲۰۱۴ میلادي کال په جنورۍ کې ترسره شوه.

په دې غونډو کې به هغه راپورونه چې د هېوادونو له‌خوا چمتو شوي، هغه مواد چې د بشري حقونو د خپلواکو متخصصینو او ډلو او هم هغه اسناد چې د بشري حقونو او ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو له‌خوا برابر شوي وو، وارزول شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني به د افغانستان د پلاوي مشري کوي.

د ایسلېنډ، نایجیریا او فلیپین استازي به د افغانستان د بیا کتنې راپور وړاندې کوي.

The post ملګري ملتونه د افغانستان د بشري حقونو راپور ارزوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/01/17/%D9%85%D9%84%DA%AB%D8%B1%D9%8A-%D9%85%D9%84%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%87-%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D8%A8%D8%B4%D8%B1%D9%8A-%D8%AD%D9%82%D9%88%D9%86%D9%88-%D8%B1/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading