بازتاب نیوز

تهران: په سوريه کې خپل پوځي حضور ساتو

٢٧ مرغومی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب مشر د اسرائیل د ګواښونو په غبرګون کې ویلي چې ایران به په سوریه کې خپل پوځي حضور وساتي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو یوه ورځ دمخه ویلي و چې که ایراني ځواکونه له سوریې ونه وځي، اسرائیل به یې نښه کړي.

نتانیاهو ویلي و چې هېواد یې تر بل هر وخت ډېر هوډ لري چې په سوریه کې د ایران پر ضد اقدام وکړي.

خو د ایران رسنیو د سپاه پاسداران انقلاب د مشر جنرال محمد علي جعفري له قوله ویلي چې وایي، دوی به خپل پوځي سلاکاران، ځواکونه او وسلې په سوریه کې وساتي.

د اسرائیل صدراعظم د جنورۍ پر دیارلسمه د کابینې په غونډه کې دا هم ویلي و چې هېواد یې په‌دې توانېدلی په سوریه کې پر ایرانيانو او حزب‌الله ډلې په سلګونو بریدونو سره په سوریه کې د ایران د پوځي پراختیا مخه ونیسي.

جعفري د نتانیاهو ګواښونه مسخره بولي او خبرداری یې ورکړ چې اسرائیل د ده په خبره د زمري له لکۍ سره لوبې کوي.

ایران له روسیې او هم د لبنان د شیعه ډلې حزب الله سره یوځای د سوریې په کورنۍ جګړه کې د واکمن بشارالاسد د حکومت ملاتړ کړی دی.

The post تهران: په سوريه کې خپل پوځي حضور ساتو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/01/17/%D8%AA%D9%87%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D9%BE%D9%87-%D8%B3%D9%88%D8%B1%D9%8A%D9%87-%DA%A9%DB%90-%D8%AE%D9%BE%D9%84-%D9%BE%D9%88%DA%81%D9%8A-%D8%AD%D8%B6%D9%88%D8%B1-%D8%B3%D8%A7%D8%AA%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading