بازتاب نیوز

خليلزاد: طالبان بايد له افغان حکومت سره خبرې وکړي

٢٧ مرغومی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د افغانستان د سولې او پخلاينې لپاره د امریکا ځانګړی سلاکار زلمی خلیلزاد وايي که طالبان جنګ کوي، دوی هم جنګ کوي.

خلیلزاد پرون ناوخته په کابل کې خبریالانو ته وویل، د سیمې د ټولو دولتونو په منځ کې دا اجماع ده چې باید طالبان له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

هغه وویل “د سولې تقاضا دا ده چي طالبان دې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني. په دې ټکي د سیمې د ټولو هېوادونو اجماع ده.”

طالبانو په وار وار ویلي چې د جګړې اصلي اړخ امریکا ده او دوی مخامخ له امریکا سره خبرې کوي.

همدا تېره ورځ طالبانو خبرداری ورکړ که امریکا له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو بحث د خبرو اصلي موضوع نه کړي د امریکا سره به خپل تماسونه بند کړي.

خلیلزداد د طالبانو د دغه وروستي دریځ په اړه وویل “که طالبان خبرې کوي، دوی هم خبرې کولی شي. که هغوی غواړي جنګ وکړي، دوی هم جنګ کولی شي. خو د دوی هيله دا ده چې طالبان سوله وکړي.

مخکې داسې خبرونه وو چې له طالبانو سره د ښاغلي خلیلزاد د مذاکراتو یوه برخه په افغانستان کې د امریکايي پوځي لپاره د دایمي اډو غوښتل دي.

خو خلیلزاد وویل “دوی هېڅکله هم نه دي ویلي چې دوی په افغانستان کې دایمي پوځي اډې غواړي.

The post خليلزاد: طالبان بايد له افغان حکومت سره خبرې وکړي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/01/17/%D8%AE%D9%84%D9%8A%D9%84%D8%B2%D8%A7%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86-%D8%A8%D8%A7%D9%8A%D8%AF-%D9%84%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%D8%AD%DA%A9%D9%88%D9%85%D8%AA-%D8%B3%D8%B1%D9%87/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading