بازتاب نیوز

د ناټو راتلونکې؛ امریکا ښايي له دغه سازمانه ووځي

٢٧ مرغومی ١٣٩٧ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو له سازمان څخه د وتلو نیت لري.

ولسمشر ټرمپ تېرکال په څو غونډو کې خپلو همکارانو ته دغه مطلب بیان کړی دی او په عامو مجلسونو کې یې هم پدې هکله کله ناکله خبرې کړې دي.

د امریکا ولسمشرانو، د کانګرس وکیلانو، دېموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو له څه ناڅه اویا کلونو راپدې خوا د ناټو سازمان په نړۍ کې د ثبات یو مهم عنصر ګڼلی دی.

خو د ۲۰۱۶ د جمهوري ریاست په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ولسمشر ټرمپ نظریو دغه واحده اجماع ماته کړه.

ډونالډ ټرمپ په هغه وخت کې ناټو یو “متروک” سازمان بللی و او ویلي وو چې ځېنې غړي یې د ترهګرۍ پر ضد ډېر څه نه کوي.

له ولسمشر کېدو وروسته د ۲۰۱۸ کال د جولاي په میاشت کې د ناټو په سرمشریزه کې ډونالډ ټرمپ ناټو متروکه ونه بلله خو له خپلو اروپايي متحدینو څخه یې وغوښتل چې دفاعي بودیجې لپاره زیاتې پېسې ورکړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سه شنبې ورځې یوې مقالې ته په غبرګون کې مبصرینو ویلي چې د دفاع د پخواني وزیر جیم ماتیس استعفا د ناټو د راتلونکې په هکله اندېښنې زیاتې کړي دي.

اصلي اړیکې: http://kandahar-tv.com/2019/01/د-ناټو-راتلونکې؛-امریکا-ښايي-له-دغه-ساز/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading