بازتاب نیوز

تېرېزا مې د برېتانيا له پارلمان د باور رايه ترلاسه کړه

٢٧ مرغومی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

له اروپايي ټولنې د برتانیا وتلو لپاره د برتانوي حکومت طرحې له ناکامۍ وروسته د دغه هېواد لومړۍ وزیره تيرزا مې په پارلمان کې د بې باورۍ له رایې خوندي پاتې شوه.

د حکومت خلاف دغه تحریک یوازې د ۱۹ رایو په توپیر ناکام شو. د برتانوي پارلمان ۳۰۶ غړو په دې لړ کې د تایید او ۳۲۵ غړو د رد رایې ورکړه.

په دې توګه مېرمن مې لږ تر لږه د اوس لپاره په واک کې پاتې شوه.

له دې مخکې د برتانوي لبیر ګوند مشر جیرمي کوربین د مېرمن مې حکومت ‘نیمژواندی ‘ وباله چې د ده په خبره د حکومت کولو جوګه نه دی.

له دې مخکې د برتانیا پارلمان د سې شنبې پر ورځ تر یوې اوږدې او جنجالي ناستې وروسته له اروپایي ټولنې د دې هېواد د وتلو هوکړې طرحه په لوی اکثریت رد کړله.

له دې پرېکړې وروسته د اپوزیسیون کارګر ګوند مشر جېرمي کوربېن غوښتنه وکړه چې حکومت باید له پارلمان یو ځل بیا باور رایه ترلاسه کړي.

The post تېرېزا مې د برېتانيا له پارلمان د باور رايه ترلاسه کړه appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/01/17/%D8%AA%DB%90%D8%B1%DB%90%D8%B2%D8%A7-%D9%85%DB%90-%D8%AF-%D8%A8%D8%B1%DB%90%D8%AA%D8%A7%D9%86%D9%8A%D8%A7-%D9%84%D9%87-%D9%BE%D8%A7%D8%B1%D9%84%D9%85%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D8%A8%D8%A7%D9%88%D8%B1-%D8%B1/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading