بازتاب نیوز

د سولې او جګړې انسټيټوټ: د سولې په اړه د خليلزاد دريځ نهيلې کوونکی دی

٤ سلواغه ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د سولې او جګړې انسټيټيوټ وايي چې د سولې په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وروستۍ هڅې نهيلې کوونکي دي او په دې وروستيو کې د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ د مذاکراتو په پروسه کې له يو بل سره تفاهم کم شوی دی.

ددې انسټيټيوټ سرپرست حکمت الله اعظمي وايي چې زلمی خليلزاد په پوره توګه واک نه لري چې له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه ګام واخلي او نه هم په دې بهير کې د مهمو مسئلو په اړه د پريکړو صلاحيت لري، نو ځکه یې له طالبانو سره د سولې مذاکرت د نهيلۍ په لور روان دی او ورځ تر بلې ورڅخه تمې او هيلې پرې کيږي.

اعظمي وويل چې دا ناهيلي وروسته له هغه زياته شوه چې په ابوظبۍ کې د طالبانو او امريکايي استازي ترمنځ د امريکايي پلاوي له لوري په يو لړ ژمنو عمل ونشو او د راتلونکو غونډو په سر د موقعيت په ټاکلو کې د خليجي هيوادونو ترمنځ اختلافات راپورته شول.

د يادونې وړ ده چې تيره مياشت په ابوظبۍ کې ژمنه شوې وه چې طالبان او امريکايان به يو ځل بيا په قطر کې سره جرګه کيږي خو د قطر له غونډې نه یوه ورځ مخکې دا ناسته وځنډول شوه او طالبانو هم له هغې وروسته وويل چې له امريکايانو سره يې خبرې په ټپه ولاړې دي.

تيره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم وول چې که طالبان جنګ غواړي امريکا به ورسره جنګ وکړي او که سوله غواړي سوله به ورسره وکړي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/137073/%D8%AF-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%D8%A7%D9%88-%D8%AC%DA%AB%DA%93%DB%90-%D8%A7%D9%86%D8%B3%D9%BC%D9%8A%D9%BC%D9%88%D9%BC-%D8%AF-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%D9%BE%D9%87-%D8%A7%DA%93%D9%87-%D8%AF-%D8%AE/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading