بازتاب نیوز

فرامرز تمنا هم ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند شو

١٧ سلواغه ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماندۍ په لړ کې نن هم د فرامرز تمنا په نامه یو تن ولسمشريزو ټاکنو ته خپله نوماندي ثبت کړه.

نوموړی نن له غرمې مخکې له خپلو دوو مرستيالانو سره د ټاکنو خپلواک کمیسيون ته لاړ او هلته یې نوم ليکنه وکړه.

فرامرز تمنا سيد قياس سعيدي او محمد امين رشادت د خپلو مرستيالانو په توګه ټاکلي دي.

دا نوماند او وروسره دوه مرستيالان يې د پوهنتون استادان دي او له دې سره ولسمشريزو ټاکنو ته د ثبت شويو نوماندانو شميره اوو تنو ته ورسېدله.

تر دې وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره نور الحق علومي، عبداللطیف پدرام، حکیم تورسن، سید نورالله جلیلی، عنایت‌الله حفیظ او زلمي رسول هم د نوماندانو په توګه نوم ليکنه کړې وه.

د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو نوم ليکنه چې د مرغومې د مياشتې په ۱۳ مه نېټه پيل شوې ده، ټاکل شوې ده دا بهير د مرغومي مياشتې تر ۳۰ مې نيټې پورې دوام وکړي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/137076/%D9%81%D8%B1%D8%A7%D9%85%D8%B1%D8%B2-%D8%AA%D9%85%D9%86%D8%A7-%D9%87%D9%85-%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%85%D8%B4%D8%B1%D9%8A%D8%B2%D9%88-%D9%BC%D8%A7%DA%A9%D9%86%D9%88-%D8%AA%D9%87-%D9%86%D9%88%D9%85%D8%A7/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading