بازتاب نیوز

مزارشریف کې سوداګرۍ ته د ځوانانو هڅونې کنفرانس جوړ شو

١٧ سلواغه ١٣٩٧ پژواک خبري اژانس

مزارشريف (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۷): د ځوانانو د ملاتړ يوه اداره وايي چې ځوانان کولى شي په ډېرو کمو پيسو سوداګريز کارونه پيل او خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

په مزارشريف ښار کې په سوداګريزو چارو کې د ځوانانو د رول په هکله ګډ کنفرانس کې د بلخ د ايسک موسسې مسوولين وايي چې له دغه پروګرامه يې موخه دا ده چې څنګه وکولای شي ځوانان سوداګريزو چارو ته وهڅوي.

دوي وايي چې ځوانانو ته يې په دې برخه کې د لا پوهاوي کار کړی چې تر دې دمه يې يو شمېر ځوانان په کار کړي دي.

دغه موسسې له ځوانانو غواړي چې په ډېرو کمو پيسو سوداګريز کارونه پيل کړي او له دې لارې خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.

په بلخ کې د ايسک موسسې مشر ايمل اميني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ډول پروګرامونو سره به ځوانان له سوداګريزو چارو سره اشنا کړي.

نوموړی زياتوي، د دې موسسې له خوا لومړی ځوانان هڅول کېږي او بيا ورته د کار کولو عملي زمينه برابرېږي.

نوموړی وايي، ډېری ځوانان د همدغو پروګرامونو له لارې اوس مهال په سوداګريزو چارو بوخت دي او د کار کولو زمينه ورته برابره شوې ده.

هغه له ځوانانو غواړي چې په ډېرو کمو پيسو سوداګريز کارونه پيل کړي او له دې لارې خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.

امينه رحيمي چې دغه کنفرانس ته راغلې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا ډول علمي پروګرامونه به ځوانانو ته په ډېرو برخو کې د کار کولو لارې چارې ور زده کړي.

امينه چې يوه سوداګره هم ده، وايي ((ما له تېر يوه کال راهيسې په کمو پيسو سوداګريز کار پيل کړ چې لومړی ځينو ستوزو سره مخ شوم خو د همدغه کار له مخې اوس مهال يو شرکت هم لرم چې کابو ۱۳ کسان پکې کار کوي چې ۱۲ يې ښځينه او ۱ تن نارينه ده.))

نوموړې له هغو ځوانانو چې له زده کړو فارغ شوي او اوزګار دي، غواړي څو سوداګريز کاروبار ته مخه کړي او خپلې ستونزې حل کړي.

نصيره چې بله مېرمن ده له پژواک سره په خبرو کې وويل چې له زده کړو وروسته به د بېکارۍ په صورت کې تجارتي کارونو ته مخه کړي چې په دې برخه کې يې د عامه پوهاوي په ډېرو پروګرامونو کې برخه اخيستې ده.

دا وايي چې د جامو د توليد په برخه کې ښه طرحه لري چې راتلونکې کې به يې عملي کړي او د ځان تر څنګ به ډېرو ځوانانو ته د کار کولو چانس برابر کړي.

خو له دې سره سم د بلخ د سوداګرو او صنعت خونې مشر شېراحمد سپاهي زاده هم وايي چې په سوداګريزو برخو کې ځوانانو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه د بېکارۍ پر وړاندې مبارزه ده.

نوموړی وايي چې د ځوانانو د کار کولو په صورت کې به د سولې له روانې پروسې سره هم مرسته وشي چې د ده په وينا ډېری ځوانان د بېکارۍ له امله جګړو ته مخه کوي.

دی له ځوانانو غواړي چې د لږو پيسو له لارې دې تجارت ته مخه کړي او خپلې اړتياوې دې پوره کړي.

اصلي اړیکې: https://www.pajhwok.com/en/node/534643

د اصلي پاڼې خلاصول

پژواک خبري اژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading