ستانکزي او محب له يو شمېر بهرنیو سفيرانو سره پر ګډو همکاريو خبرې وکړې
١٧ سلواغه ١٣٩٧
کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٧): د ملي امنيت سلاکار او د ملي امنيت رييس د يو شمېر هېوادونو له سفيرانو سره په ناسته کې د ترهګرۍ پر ضد پر سيمه ييزې همکارۍ او ګډې مبارزې ټينګار وشو.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند طارق ارين د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د ملي امنیت رييس معصوم ستانکزي د چين، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قرغزستان له سفيرانو سره وليدل.
هغه زياته کړه، په دې ليدنه کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې او د سيمه ييزو همکاريو پر پراختيا او تقويت بحثونه وشول.
ارين وايي، افغان لوري له ترهګرۍ سره مبارزې په ځانګړې توګه د داعش ځپلو برخه کې د حکومت وروستۍ لاسته راوړنې جلسې ته وړاندې کړې.
افغان لوري زياته کړه چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او په دې برخه کې ګډو همکاريو ته اړتیا ده.
د ملي امنيت شورا له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو هېوادونو سفيرانو هم له ترهګرۍ سره مبارزه کې د افغان حکومت د هڅو قدر داني وکړه او ټينګار يې وکړ چې له افغانستان سره په دې اړه هر ډول همکاريو ته چمتو دي.
اصلي اړیکې: https://www.pajhwok.com/en/node/534636