بازتاب نیوز

د سولې په تړاو د ولسمشر غني او عمران خان خبرې

١٧ سلواغه ١٣٩٧ طلوع نیوز

ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر، عمران خان سره د سولې په تړاو خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپانه کې راغلي دي چې ولسمشر نن(پنجشنبه د مرغومې په ۲۷مه نېته) له عمران خان سره پر ټلفون د سولې بهیر په تړاو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي :«ږلسمشر غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن غرمه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې او همکاریو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.»

خبرپاڼه زیاوي ښاغلي غني د پاکستان لومړي وزیر د کابل د سفر بلنه هم ورکړې ده.

خبرپاڼه وايي:« په دغو تلیفوني خبرو کې ولسمشر غني د پاکستان لومړي وزیر ته افغانستان ته د راتګ رسمي بلنه ورکړه. عمران خان د بلنې په منلو او د مننې په ویلو سره له جمهوررئیس څخه هیله وکړه چې په مناسب فرصت کې پاکستان ته رسمي سفر وکړي. »

 

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/%D8%AF-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%DA%93%D8%A7%D9%88-%D8%AF-%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%85%D8%B4%D8%B1-%D8%BA%D9%86%D9%8A-%D8%A7%D9%88-%D8%B9%D9%85%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D8%AE%D8%A7%D9%86-%D8%AE%D8%A8%D8%B1%DB%90

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading