بازتاب نیوز

ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزیر تیلیفوني خبرې وکړې

١٨ سلواغه ١٣٩٧ آریانا نیوز

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پنجشنبې پر ورځ غرمه مهال د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بهیر او همکاریو په اړه تیلیفوني خبرې وکړې.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دغو تیلیفوني خبرو کې د هېواد ولسمشر د پاکستان لومړي وزیر ته د راتګ رسمي بلنه ورکړه.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د بلنې د منلو ترڅنګ له ولسمشر غني څخه ته هم بلنه وړاندې کړه، چې په مناسب وخت کې پاکستان ته رسمي سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا استازی زلمی خلیلزاد هم د دغه حکومت له مشرانو سره د سولې په اړه د خبرو لپاره په اسلام آباد کې دی. 

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%85%D8%B4-88/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading