بازتاب نیوز

مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ فارسی.رو - نشريه آزاد افغانی ازمسکو

د روسيې د فدراسيون ولسمشر دميتري مېدوېدېف د افغانستان له ولسمشر حامد كرزي سره د لېدنې كتنې پر مهال وويل ، چې روسيه په افغانستان كې د عصري او اغېزمن سياسي سېستم د جوړېدو پلوۍ ده . نوموړي وويل : (( موږ به ټول هغه څه ، چې په موږ پورې اړه لري ، ترسره كړو چې افغانستان وكولاى شي خپل عصري او اغېزمن سياسي سېستم او په راتلونكې كې د سمسورتيا په لور تلونكي دولت په توگه وده وكړي )) . د روسيې دولتي ټلويزيون د غونډې د گډونوالو د نارسمي لېدنې كتنې ځينې برخې وښودې . د روسيې ، چين او قزاقستان مشران ، مېدوېديف ، خوځزين تاو او نظربايف په مخكې ، د اوزبكستان ، تاجكستان او قرغزستان مشران د دوى له شا او حامد كرزى د دوى په منځ كې په دويم كتار كې روان ول ، چې له خپل تاجكي سيال سره يې كارنده خبرې كولې . نور گډونوال له هغه شمېر نه د پاكستان ولسمشر زرداري له كرزي نه ترشا په درېيم كتار كې روان وو . د افغانستان او روسيې د ولسمشرانو ترمنځ خبرې اترې د روسيې د ايكاتېرينبورگ په ښار كې د شانگهاى د همكارۍ سازمان د غونډې په اډانه كې ترسره شوې . د روسيې ولسمشر د خبرو پر مهال د ټوليزو گواښونو يادونه وكړه او په دې تړاو يې د هېوادو ترمنځ د دايمي سلا مشورو اهميت په ځانگړي ډول ياد كړ . د افغانستان ولسمشر په خپل وار د روسيې د فدراسيون له ولسمشر نه په وروستيو اوو كلونو كې كې له افغانستان سره د مرستې په خاطر مننه وكړه . په تېره بيا هغه له ترهگرۍ سره په مبارزه كې د روسيې له مرستې نه ځانگړې مننه څرگنده كړه . د دغو دوو هېوادو مشرانو همدا راز د دوه اړخيزو اړېكو پر مسئلو ، په اقتصادي او بشري برخو كې د همكارۍ د كچې په اړه خبرې وكړي . د روسيې د ولسمشر په توگه د دميتري مېدوېديف له ټاكل كېدو نه راهيسې دا ددغو دوو ولسمشرانو دويمه ليدنه كتنه ده ، چې ترسره كيږي . د دوو هېوادو د مشرانو لومړنۍ ليدنه كتنه پروسږ كال په دوشنبې كې ترسره شوه . هغه مهال د خبرو اترو په پايله كې داسې خبر وركړ شو ، چې د روسيې ولسمشر به افغانستان ته يو رسمي سفر وكړي . سبا ته به د شانگهاى د همكارۍ سازمان په غونډه كې حامد كرزى خپله وينا واوروي . انتظار كيږي چې افغان ولسمشر به له خپل قرغزي سيال قربان بېك باقيېف سره هم ليدنه كتنه وكړي . د روان كال د جون په ۱۵ د روسيې د ايكاتېرينبورگ په ښار كې ، د روسيې ، افغانستان او پاكستان د مشرانو دميتري مېدوېدېف ، حامد كرزي او اصف علي زرداري ترمنځ درې اړخيزې خبرې اترې ترسره شوې . بايد يادونه وكړو چې په روان كال كې دا ډول لېدنې كتنې په واشنگټن ، انقرې او تهران كې هم ترسره شوې . مېدوېديف او زرداري د خبرو پر مهال د ترهگرۍ د مسئلو له مبارزې سره د ډله ييزو هلو ځلو پلوي څرگنده كړه . كرزي همدا راز د لوريو پام په اقتصادي او سوداگريزو برخو كې همكارۍ ته راواړاوه .

اصلي اړیکې: http://pa.farsi.ru/doc/91.html

د اصلي پاڼې خلاصول

فارسی.رو - نشريه آزاد افغانی ازمسکو په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading