بازتاب نیوز

د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ فارسی.رو - نشريه آزاد افغانی ازمسکو

په افغانستان كې د وضعې په اړه د روان كال د اپرېل په ۱۳ په ماسكو كې د رابلل شوي كنفرانس گډونوالو د روسيې د سوداگرۍ او صنعتي خونو له مشرتابه سره وكتل . د (( افغانستان . رو )) سايټ خبريال خبر راكوي چې د روسيې د فدراسيون د سوداگرۍ او صنعت خونو رئيس ېفگېني پريماكوف او د هغه مرستيال باريس پاستوخوف ، د روسيې او افغانستان د كاري شورا مشر ابوبكر ارساماكوف ، د روسيې د فدراسيون د سوداگرۍ او صنعت خونو د مالوماتو او د ټولنيزو اړېكو مشر الكساندر شكيراندو د افغان ۱۵ كسيز پلاوي هركلى وكړ . بايد يادونه وكړو چې دغه افغان پلاوى ماسكو ته د (( افغاني بحران : د هغه د ودې شونې سناريو گانې )) د كنفرانس ، چې د اوسني افغانستان د څېړنيزې منځۍ په نوښت او د (( ريانووستي )) خبري اژانس په ملاتړ سره د اپرېل په اتمه جوړ شوى وو ، په كار كې د گډون لپاره ماسكو ته راغلى وو . په دې وروستيو كلونو كې ددغې غونډې په اډانه كې د لومړي ځل لپاره ماسكو ته مخكښ افغان كارپوهان او سياستپوهان ، چې د بېلابېلو سياسي بهيرونو او نظرياتو درلودونكې ول ، له كابله ، له لوېديزو هېوادو او د سيمې له يو شمېر هېوادو نه راغلي ول . د روسيې د سوداگرۍ او صنعتي خونو رئيس د مېلمنو هركلى وكړ او په ځانگړې ډول يې وويل چې د روسيې سياست د افغانستان په تړاو تل دوستانه وو . شوروي اتحاد د افغانستان په صنعتي او توليدي او ددغه هېواد په خاوره كې يې د ځينو موسسو په ابادولو او وده كې كارنده برخه واخيسته . ېفگيني پرېماكوف وويل چې روسيه كولاى شي په راتلونكې كې هم په دغو برخو كې د افغانستان ښه ملگرې شي . وروسته د افغان او روسيې د كاري شورا رئيس ابوبكر ارساماكوف د افغان او روسيې د كاري شورا د كار او فعاليت په اړه خبرې وكړې . نن د روسيې كاري كړۍ هره مياشت افغانستان ته څه د پاسه لس زره ټنه اوړه لېږي ، په راتلونكې لنډ مهال كې به دغه هېواد ته د لمرگلي له زړو نه د توليد شويو غوړو د لېږلو حجم تر شپږو زرو ټنو پورې لوړ كړاى شي . د التاى له سيمې نه افغانستان ته د ودانيزو لرگيو لېږد دوام لري . روسي كارپوهانو د سالنگ پر سيند باندې د برېښنا د بند د جوړولو كار پيل كړى دى او دغه بند به تر څلوېښتو ميگا واټو پورې برېښنا توليد كړي ، چې د كابل د كور جوړولو فابريكه او كابل ته نږدې د سمټو د فابرېكي ټولې برېښنايي اړتياوې به پوره كړي . د شورا د مشر په وينا داسې په پلان كې نيول شوي چې د (( ټو – ۲۰۴ )) ډوله دوې الوتكې به ترميم شي او د كابل او ماسكو ترمنځ په هوايي كرښه كې به په پرله پسې ډول الوتنې كوي . د روسيې او افغانستان د كاري شورا د څارونكې شورا مشر ، د روسيې د سوداگرۍ او صنعتي خونو د رئيس مرستيال باريس پاستوخوف په ځانگړي ډول وويل چې نننۍ كتنه په داسې ورځو كې ترسره كيږي چې د افغانستان او روسيې ترمنځ د ديپلوماتيكي اړيكو د پيلېدو نوي كاله پوره كيږي . زموږ په هېواد كې به هېڅ وخت دا څوك هېر نه كړي چې هغه هېواد چې تر ټولو لومړى يې نوې روسيه په رسميت وپېژندله هغه افغانستان وو . باريس پاستوخوف وويل : (( ډېره ښه شوه چې موږ زموږ د اړېكو تر ټولو ډېره درنه پاڼه چې هغه پوځي پاڼه وه ، واړوله او اوسمهال د دوستانه او ښه گاونډيتوب د اړېكو دود دوام لري )) . باريس پاستوخوف افغان مېلمانه دې ته راوبلل چې په خپل هېواد كې د افغان او روسيې د كاري شورا د جوړولو په برخه كې زر تر زره كار ترسره كړي او دا كار به د دواړو لوريو ترمنځ د اړېكو په وده كې لوى اهميت ولري . د افغان پلاوي غړو هر يوه د افغانستان د پارالمان د مشرانو جرگې د نړيوالو اړېكو د څانگې مشر محمد علم ايزدي يار ، د ولسي جرگې وكيل جميل كرزي ، افغان كارپوه عبدالغفور لېوال او د افغانستان د ملي شوراگانو د اتحاديې مشر دوكتور مهدي د افغانستان د مسئلې د هواري په برخه كې د روسيې د راتلونكې رول د پياوړتيا په اړه خبرې وكړې ، د افغانستان او روسيې ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيكو او د دوه اړخيزې گټورې همكارۍ د ټاكلو برخو او لوريو د پراختيا په اړه يې وړانديزونه وكړل . د روسيې د فدراسيون د سوداگرۍ او صنعتي خونې د روسيې د هغو كمپنيو لورى وركوونكې دي چې د افغانستان په بيا رغونه كې برخه لري . كارپوهان په دې تړاو د اپرېل د ۱۳ نېټې ليدنې كتنې ته ډېر اهيمت وركوي . له دې نه مخكې د افغان پلاوي غړو د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت له استازو ، د روسيې د فدراسيون د دولتي دوما د نړيوالو اړېكو د كومېټې له وكيلانو او د روسيې د (( روسكي مير )) په نامه د فوند مشرتابه سره ځانگړې لېدنې كتنې كړې وې . د افغان پلاوي غړو د خپل سفر په ترڅ كې د ماسكو ښار د ليدلو وړ ځايونو ليدنه هم وكړه . همدا راز په روسيه كې د اوسېدونكو كډوالو افغانانو په نوښت په ماسكو كې د اوسېدونكو افغانانو او افغان پلاوي ترمنځ لېدنې كتنې هم وشوې . د افغانستان نامتو ، لوى ليكوال او شاعر سلېمان لايق په ماسكو كې اوسېدونكي افغانان له خپلو نويو شعرونو سره اشنا كړل . د افغان پلاوي غړيو د (( افغانستان . رو )) د سايټ له خبريال سره په خبرو كې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له استازيو او د روسيې د سوداگرۍ او صنعتي خونو له مشرتابه سره له ليدنو كتنو نه ځانگړى قناعت څرگند كړ . د روسيې د بهرنيو چارو په وزارت كې ليدنه كتنه پخپله افغانانو د (( تر ټولو ډېرو ازادو او ښكاره خبرو اترو )) په نامه ونوموله . په ماسكو كې افغان سفارت هم افغان پلاوى بې پامه پرې نه ښود . په ماسكو كې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت د اپرېل د مياشتې په لسمه ماسكو ته د افغان پلاوي د راتگ په وياړ پخپله ودانۍ كې ، چې د ماسكو ښار د (( پاورسكايا )) په كوڅه كې موقعيت لري ، يوه غونډه جوړه كړه چې د افغانستان په اړه د غونډې ټول گډونوال ورته رابلل شوي ول چې په هغوى كې روسي ختيځپوهان او ژورناليستان هم شامل ول . د كنفرانس بهير هم په افغان او هم په روسي رسنيو كې لوى غبرگون وموند . د كنفرانس په بهير كې ، چې كار يې د (( انلاين )) په ډول ښودل كېده ، له افغان پلاوي سره خبري كنفرانس او د نيويارك او كييف د ښارونو ترمنځ (( تلويزيوني پول )) ترسره شول . د كنفرانس د گډونوالو ويناوې او څرگندونې د روسيې د پلازمېنې په ورځپاڼو كې خپرې شوې . د كنفرانس د پايلو په اړه د كابل رسنيو هم خبرونه خپاره كړل ، له هغه شمېر نه په (( اصلاح )) ورځپاڼه كې دغه كنفرانس ته بشپړه ليكنه ځانگړې شوې وه ، همدا راز ددغه كنفرانس د بهير په اړه افغان ټلوېزيزني چينلونو هم خبرونه خپاره كړل . داسې انتظار كيږي چې په دې اوونۍ كې به كابل ته د كنفرانس د گډونوالو له ستنېدو نه وروسته په يو شمېر افغان ټلويزيوني چينلونو كې له دوى سره د گردي ميزونو پروگرموانه هم ترسره شي ، چې د ماسكو كنفرانس ته به ځانگړي وي .

اصلي اړیکې: http://pa.farsi.ru/doc/85.html

د اصلي پاڼې خلاصول

فارسی.رو - نشريه آزاد افغانی ازمسکو په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading