بازتاب نیوز

د هېواد کانونو ته یو ځل بیا د ټولو پام پداسې حال کې ورواوښت چې د فساد پر وړاندې مبارزه کې افغانستان د یو مهم میکانېزم غړیتوب وځنډېد

٥ کب ١٣٩٧ د افغانستان روڼتیا څار

کابل، د سلواغې ۴مه  ۱۳۹۷ – د چټک خپراوي لپاره

نن افغان او نړیوالو مدني ټولنو وویل چې د جنوري په ۱۸مه د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت څخه د افغانستان د غړیتوب ځنډېدا د حکومت لپاره د راوېښېدو زنګ دی تر څو پدې سکتور کې د اصلاحاتو لپاره بنسټیزې هڅې چټکې کړي.

د استخراجي صنایعو شفافیت نوښت له غړیو هېوادونو غواړي چې د کانونو عواید او اړوند مالومات منسجم او خپاره کړي. پدې سکتور کې د ناوړه ګټنو د مبارزو لپاره همدا نوښت کابو د نړۍ تر ټولو مشهور مېکانېزم دی، پداسې حال کې چې د همدې سکتور له لاسه د هېواد کړکېچ او فساد لاپسې غځېږي.

له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې افغانستان ددې نوښت غړیتوب غوښتی ؤ، دا مهال د افغانستان د غړیتوب ځنډېدا د استخراجي صنایعو شفافیت په بشپړ ډول پلي کولو کې د حکومتونو پاتې راتګ ښيي. له اوږدمهال راهیسې په ټپه درېدا څخه وروسته، پدې برخه کې په تېرو څو کلونو کې د پام وړ پرمختګ راغلی دی، خو لا هم جدي ستونزې او کمزورۍ موجودې دي. د حکومت د پرله‌پسې لټۍ په پایله کې د غړیتوب ځنډېدا طبعاً پېښېدونکې وه.

کورنیو او نړیوالو مدني ټولنو د حکومت هغه ژمنو او اعلامیو ته په ورین تندي هرکلی وکړ چې په څو میاشتو کې به د غړیتوب ځنډولو پرېکړه پر شا کړي.

د افغانستان د روڼتیا څار اجراییوي رئیس، اکرام افضلي وویل:

موږ د افغانستان د کانونو د اصلاحاتو پر ننګونو پوهېږو. خو د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت، حکومت او کمپنیو ته داسې چوکاټ برابروي چې پر مټ یې مهم مالومات، په ځانګړي ډول د عوایدو اړوند مالومات خپاره او تصدیق کړي. ډېره ساده خبره ده: که حکومت دا مالومات په منظم او بشپړ ډو ل نشي خپرولای، نو دا په حقیقت کې ددې سکتور د مدیریت او د پراخ فساد په مهارولو کې د حکومت وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي.

ددې سکتور هغه مهمې برخې چې حکومت یې په اصلاحاتو کې پاتې راغلی؛ د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت لپاره د افغانستان ملي کووارډېناټور ګمارنه کې اوږد ځنډ او د هغه سترې موکې له لاسه ورکول دي چې د کانونو د نوي قانون پر کارولو ټول استخراجي عواید د یو واحد حساب له لارې راټول شي ترڅو پدې سکتور کې روڼتیا ډېره اسانه او اغېزناکه شي.

مدني ټولنو د هغه دوه سترو قراردادونو د قانونیت او ملکیت په اړه جدي پوښتنې وکړې چې د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې لاسلیک شول. فساد، د مدیریتي وړتیا نه شتون او لوټ تالان له لاسه ددې سکتور څخه په عوایدو کې اوس هم پراخه تشه موجوده ده، چې دا تشه د نړیوالو بسپنو په مرسته ډکېږي – پداسې حال کې چې د کانونو عواید د طالبانو او غیرقانوني ملېشو په تمویل کې مهم رول لوبوي.

خو مدني ټولنو د یو لړ مهمو بدلونونو تایید هم وکړ لکه د قراردادونو خپرولو او د کانونو د قراردادونو د اصلي څښتنانو مالومات خپرولو اړتیا – چې دا د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت په پلي کولو کې یو پرمختګ دی. پدې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده چې دا هڅې او اصلاحات به د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت د اصولو په پلي کولو کې ډېره مرسته وکړي.

د ګلوبل وېټنس لخوا د افغانستان د چارو مشر، سټیفن کارټر وویل:

غړیتوب ځنډول د ویستلو په مانا نه دی – بلکې ددې مانا دا ده چې افغانستان ته یوه موکه ورکړل شوې چې د اړینو اصلاحاتو لپاره ګام پورته کړي. موږ هیله لرو چې د دولت سره مرسته وکړو تر څو اړین بدلونونه د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت څخه لا ډېره روڼتیا رامنځته کړي، او ژرترژره اعتبار ترلاسه کړي. د حکومت دا ژمنه ډېره هیله‌بخښونکې ده چې په اوړي کې به د غړیتوب ځنډ پای ته رسوي. په ورته وخت کې پدې پړاو کې باید د خبرو پرځای کار وشي: څه چې مهم دي دا دي چې آیا د عوایدو، تولید او د قراردادونو مالکیت کې په ریښتینې توګه روڼتیا راغلې که یه.

د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت اړوند دا پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي چې افغانستان د جولای په میاشت کې ترسره‌کېدونکو ولسمشریزو ټاکنو ته تیاری نیسي. مدني ټولنو پر ټولو نوماندانو غږ کوي چې د بشپړې روڼتیا او پدې سکتور کې د بشپړې روڼتیا لپاره خپل ملاتړ روښانه کړي. د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ اجرائیه رئیس، حبیب ننګ وویل:

دا منابع د ټولو خلکو خزانې دي چې د زورواکانو او ترهه‌ګرو لخوا لوټل کېږي. دا ملي تراژېدي باید د راتلونکو ټاکنو لپاره یوه ستره مسئله وي. هر نوماند باید جدي او روښانه ژمنې وکړي چې زموږ ددې میراث د لوټېدو مخنیوی به څرنګه کوي او څرنګه ددې ګټه ټولو افغانانو ته رسېدای شي.

/پای

 

اړیکې:

وحیدالله عزیزي، د اړیکو مسؤل، د افغانستان روڼتیا څار

[email protected] / +93 (0)705666962

سټیفن کارټر، د افغانستان د چارو مشر، ګلوبل وېټنېس

[email protected] / +44 (0)7809342796

عمومي/د رسنیو د پوښتنو لپاره (ګلوبل وېټنېس)

[email protected] / +44 (0) 7912517127

 

د اېډېټرانو یادداښت:

  • د افغانستان روڼتیا څار د فساد پر وړاندې مبارزه کې مخکښه مدني ټولنه ده چې مرکزي دفتر یې په کابل کې دی. دا ټولنه د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت د ګڼو-ښکېلو غاړو د ډلې غړې ده. د لا ډېرو مالوماتو لپاره وګورئ iwaweb.org
  • د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ یوه افغانه مدني ټولنه ده چې د حکومتولۍ او ولسواکۍ په برخو کې کار کوي. دا بنسټ د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت د ګڼو-ښکېلو غاړو د ډلې غړی دی.
  • ګلوبل وېټنېس د کمپاین او څېړنې یوه نړیواله اداره ده چې له ۲۵ کالو ډېره موده یې د طبیعي زېرمو اړوند د فساد او کړکېچونو پر مسئلو کار کړی دی. دا اداره د د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت د ګڼو-ښکېلو غاړو د ډلې نظارتي غړیتوب لري. د لا ډېرو مالوماتو لپاره وګورئ globalwitness.org/afghanistan
  • د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت بورډ په خپله رسمي اعلامیه کې د استخراجي صنایعو په مدیریت کې د روڼتیا ډېرولو په برخه کې د افغانستان هڅې وستایلې او افغان حکومت ته یې ددې بهیر د تداوم سپارښتنه کړې ده. د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت اصولو پلي کولو په لار کې د افغانستان ننګوونکو شرایطو ته په پام، د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت بورډ وویل چې افغانستان د د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت معیارونه په کافي اندازه ندي پوره کړي. د معیارونو مطابق، د افغانستان غړیتوب د لنډمهال لپاره تر هغه ځنډول شوی چې تر څو دا هېواد له ځانه په سهي مانا د اعتبار ګامونه پورته کړي. د بشپړې اعلامیې لپاره وګورئ https://eiti.org/sites/default/files/documents/eiti_-_afghanistan_validation_1.pdf
  • مدني ټولنو د کانونو اړوند شخړو او فساد د خطراتو کمولو لپاره د یو لړ اصلاحاتو سپارښتنه کړې چې مهم یې دا دي:

    • د استخراجي سکتور د ټولو عوایدو لپاره د یو واحد او شفاف حساب جوړول
    • د موجوده قراردادونو د ذینفع مالکیت خپرولو غوښتنه او د افغانستان د کانونو په نوي قانون او مقرراتو کې ورته غوښتنې
    • د کانونو اړوند د شکایتونو د مسؤل واکونه ډېرول
    • د کانونو د لویو کمپنیو د کلني تفتیش ریپوټونه په جبري او خپلواک ډول خپرول
    • د معادنو څخه د سیمه‌ییزو ټولنو ته ګټې رسېدنې پخاطر د هراړخیزو مېکانېزمونو جوړول
  • د افغانستان روڼتیا څار او ګلوبل وېټنېس د وسله‌والو ډلو، ملېشو، او افغان کانونو کې د فساد ترمنځ په اړیکو پراخې څېړنې کړي دي. د ډېرو مالوماتو لپاره وګورئ https://iwaweb.org/publications/ and https://www.globalwitness.org/Afghanistan
  • د بدخشان او بلخاب د قراردادونو په اړه د مدني ټولنو د اندېښنو پرانستي لیک د لیدلو لپاره: https://www.globalwitness.org/en-gb/press-releases/civil-society-open-letter-president-ashraf-ghani-badakhshan-and-balkhab-mining-contracts/
  • د افغانستان د کانونو په قانون کې د کمزوریو په اړه د مدني ټولنو اعلامیه دلته ولولئ https://iwaweb.org/afghanistans-new-mining-law-risks-failure-in-the-fight-against-corruption/
  • دا اعلامیه د افغانستان د معادنو څار لخوا تصدیق شوې ده. پدې څار کې د ګلوبل وېټنېس، د افغانستان روڼتیا څار او د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ په شمول په لسګونه مدني ټولنې غړیتوب لري.

 

 

اصلي اړیکې: https://iwaweb.org/pa/%D8%AF-%D9%87%DB%90%D9%88%D8%A7%D8%AF-%DA%A9%D8%A7%D9%86%D9%88%D9%86%D9%88-%D8%AA%D9%87-%DB%8C%D9%88-%DA%81%D9%84-%D8%A8%DB%8C%D8%A7-%D8%AF-%D9%BC%D9%88%D9%84%D9%88-%D9%BE%D8%A7%D9%85-%D9%BE%D8%AF/

د اصلي پاڼې خلاصول

د افغانستان روڼتیا څار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading