بازتاب نیوز

مدني بنسټونو د بلخاب د میسو او د بدخشان د سرو زرو د کانونو د دوو لویو تړونونو  ورکول رد کړل

٦ کب ١٣٩٧ د افغانستان روڼتیا څار

د ۱۳۹۷ کال د تلې یا مېزان په ۱۴ مه، د مدني ټولنې استازو، د طبیعي سرچینو او چاپېریال ساتنې د څار شبکې، د افغانستان د کانونو د څار سازمان، د مدني ټولنې دګډې کاري ډلې، نورو بنسټونو او فعالانو په ګډون د بدخشان د سروزو او د بلخاب د مسو د کان د دوو لویو تړونوو په ورکړه کې د روڼتیا د نه شتون له امله اندېښنه و ښوده. د ګټو د ټکر شتون، د رویالیټي ټيټه بیه او د کانونو د قانون خلاف د تړونونو ورکړه هغه موضوعات وو چې په اړه یې بحث وشو.

د روڼتیا څار سازمان اجرایوي مشر سید اکرام افصلي، ګډونوالو ته په دې اړه معلومات ورکړل او د دغو تړونونو په اړه یې د مدني ټولنې د اندېښنو په پام کې نه نیولو له امله شکایت وکړ او ویې ویل چې د افغانستان حکومت د لویو تړونونو د ورکړې لپاره نه دی چمتو، نو ښه ده چې د کوچنیو او متوسطو تړونونو په ورکولو سره د کانونو د مدیریت په برخه کې پوره تجربه واخلي. هغه د کانونو د وزارت نه اغېزناک توب ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د کانونو او پټرولیم وزارت د دغو دوو تړونونو په ورکړه کې خپل قانوني واک نه دی کارولی.

ګډونوالو کانونه د هېواد او راتلونکي نسل پانګه وبلله او د هېواد د ملي ګټو پر خلاف هر ډول غیر قانوني کارول یې د افغانستان د خلکو په زیان وبلل. د افغانستان د عدالت موسسې مرستیالې اغلې لیلما ناصري په دغو دوو تړونونو کې د نقض موارد جدي وبلل او په دې اړه یې پر عامه پوهاوي ټینګار وکړ.

په دغو دوو تړونونو کې له نورو پرېښودل شوو مواردو څخه د مالکیت د ګټې (رویالیټي) کمول دي چې د بدخشان د سرو زرو  د کان په تړون کې له ۱۲ سلنې نږدې ۷ سلنې او د بلخاب د مسو د کان په تړون کې له ۱۱ سلنې نږدې ۶ سلنې ته راکمه شوې. د افغانستان د مدافع وکیلانو له اتحادیې څخه مېرمن اکبر د قانون خلاف د دغو تړونونو د ورکولو عمده دلیلونه د افغانستان پر حکومت د فشار او مداخلې له امله وبلل. د افغانستان د مدني ټولنو له مجتمع څخه عزیر رفیعي د دغو دوو کانونو د تړون د ورکولو د پړاوونو په اړه د یوې څېړنیزې مفصلې جزوې جوړول د عامه پوهاوي لپاره تر ټولو اغېزناکه لار وبلله او د افغانستان د روڼتیا څار له بنسټ یې وغوښتل چې په دې اړه پرېکړه وکړي.

ګډونوالو، پانګونه او د کانونو اغېزناک کارول د افغانستان د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره عمده سرچینې وبللې او له هغو یې ملاتړ وکړ. د هېواد د قوانینو خلاف د فشارونو  او سیاسي تمایلاتو له امله د تړونونو د ورکولو د دوام په صورت کې به په افغانستان کې جګړه نوره هم توده شي او د افغانستان خلک چې د دغو طبیعي سرچینو اصلي څښتن دي د هغو قرباني شي.

د بدخشان د سرو زرو کان او په سرپل کې د بلخاب د مسو کان دوه هغه لوی کانونه دي چې د ایستلو تړون یې سېنټار (SENTAR) انګلیسي شرکت ته ورکړل شوی دی او د افغاني شریک منرال ګولډ شرکت سرپرست د ښار او کور جوړونې وزارت پخوانی وزیر دی. د کانونو د قانون د شپاړسمې مادې له مخې ولسمشر، دهغه مرستیالان ، وزیران او تر دویمې درجې خپلوانو پورې نه شي کولای د دندې پر مهال یا له دندې پنځه کاله وروسته تړون وکړي. په داسې حال کې چې د ښاغلي سعادت منصور نادري له استعفا یوازې درې میاشتې تېرېږي.

اصلي اړیکې: https://iwaweb.org/pa/%D9%85%D8%AF%D9%86%D9%8A-%D8%A8%D9%86%D8%B3%D9%BC%D9%88%D9%86%D9%88-%D8%AF-%D8%A8%D9%84%D8%AE%D8%A7%D8%A8-%D8%AF-%D9%85%DB%8C%D8%B3%D9%88-%D8%A7%D9%88-%D8%AF-%D8%A8%D8%AF%D8%AE%D8%B4%D8%A7%D9%86/

د اصلي پاڼې خلاصول

د افغانستان روڼتیا څار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading