بازتاب نیوز

په واشنګتن کې د محب څرګندونو ترمپ د افغانستان په اړه پټې ناستې ته اړ کړ

٢٥ کب ١٣٩٧ آریانا نیوز

د امریکا ولسمشر ترمپ د خپل هېواد له استخباراتي، پوځي او سیاسي چارواکو سره په دفاع وزارت کې د افغانستان په اړه پټه ناسته کړې ده.

د اسوشیتید پریس د څرګندونو له مخې؛ په دغه ناسته کې مرستیال ولسمشر مایک پنس، د امریکایي ځواکونو د لویو درستیزوالو د ګډې کمیتې مشر جوزف دانفورد، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د سي آی ای مشره جینا هسپل، د ترمپ ملي امنیت سلاکار جان بولتن او نورو چارواکو ګډون کړی و.

د دغې غونډې ټول جزئیات تر دې دمه پټ دي؛ خو د سپیني ماڼۍ یو چارواکی، چې د  نوم نه ښودلو پر شرط یې یاد رسنۍ ته خبر ورکړی ویلي: دا ناسته د دفاع وزارت په تانک نومي ځای شوې او تل په کې پټې ناستې تر سره کیږي.

ترمپ په داسې کې د ملي امنیت شورا را بللې، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم واشنګتن ته تللی او هلته یې له امریکايي چارواکو څخه ګیله کړې، چې استازی یې زلمی خلیلزاد له طالبانو سره نه یوازې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې کوي، بلکې د ځانګړیو ګټو د خوندي کولو لپاره غواړي د یو موقت حکومت مشري هم تر لاسه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر حمدالله محب دا هم ویلي، چې خلیلزاد دوه ځلې هڅه کړې، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې هم ځان نوماند کړي. دغه راز نوموړی نه غواړي، چې له طالبانو سره د ناستو جزئیات له افغان حکومت سره شریک کړي. هغه طالبان مطرح او د افغانستان د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

ښاغلي محب له دغو څرګندونو وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته وغوښتل شو او ورته دا ګواښ وشو، چې پر خلیلزاد نیوکې به د سولې خبرې وننګوي.   

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/uu-uoo-197/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading