بازتاب نیوز

په لغمان كې د دولت د وسله والو مخالفينو په ضد عمليات پيل شول

٢٥ کب ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې نن سهار د دولت د وسله والو مخالفينو د ځپلو په هدف د ملي اردو سرتېرو په مشرۍ د ګډو افغان ځواكونو عمليات پيل شول.

د دغه ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، دا عمليات به پنځه ورځې دوام ولري.

د هغه په وينا، په دې عملياتو كې ملي او سيمه ييز پوليس او همدارنګه توپچي او هوايي ځواكونه د ملي اردو سرتېرو ملتيا كوي.

دولتزي زياته كړه، ياد عمليات تر دې دمه بريالي روان دي.

د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه د دغو عملياتو په تړاو تبصره نه ده كړې.

 

The post په لغمان كې د دولت د وسله والو مخالفينو په ضد عمليات پيل شول appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/03/16/%D9%BE%D9%87-%D9%84%D8%BA%D9%85%D8%A7%D9%86-%D9%83%DB%90-%D8%AF-%D8%AF%D9%88%D9%84%D8%AA-%D8%AF-%D9%88%D8%B3%D9%84%D9%87-%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%88-%D9%85%D8%AE%D8%A7%D9%84%D9%81%D9%8A%D9%86%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading